ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ناپېژاندو وسله والو د هلمند په ناوه کې یو کس وژلی

ناپېژاندو وسله والو د هلمند په ناوه کې یو کس وژلی

author avatar
27 Mar 2022 - 13:36
ناپېژاندو وسله والو د هلمند په ناوه کې یو کس وژلی
author avatar
27 Mar 2022 - 13:36

[restrict paid=”true”]

لښکرګاه (پژواک، ۷ وری ۱۴۰۱): هلمند کې مسوولین وايي چې تېره شپه د ياد ولايت د ناوې ولسوالۍ په تريخ ناور سيمه کې يو کس په خپل کور کې د ناپېژاندو کسانو له خوا وژل شوی.

مولوي محمد قاسم رياض پژواک ته وويل چې وژل شوی کس رحمت الله نومېږي او د لښګرګاه ښار اصلي اوسېدونکی دی او اوس د ناوې په تريخ ناور سيمه کې ژوند کاوه.

ده وويل: “تېره شپه د ياد کس کور ته وسله وال کسان ورغلي او وژلی يې دی.”

رياض زياته کړه چې تر اوسه د دې پېښې د انګېزې په اړه معلومات نشته، خو امنيتي ځواکونو پلټنې پيل کړې دي.

دا په داسې حال کې ده چې نن په دغه ولایت کې د چاودنې له امله یو کس ټپي شوی هم دی.

[/restrict]

Views: 45

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.