کابل (پژواک، ۸ وری ۱۴۰۱): د عامې روغتیا وزارت وایي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۵۴ کسان پر کرونا اخته شوي او یو کس یې له امله مړ شوی دی.
د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکټر جاوېد هژیر پژواک خبري آژانس ته وویل چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ۱۳۶۳ کسانو معاینه شوې چې له ډلې یې د ۵۴ کسانو نتیجې مثبتې وې.
هغه زیاته کړه چې دغه پېښې په ۱۴ ولایتونو کې ثبت شوې دي.
د نوموړي په خبره، دغه پېښې ۲۲ په کندهار، ۸ په زابل، ۷ په هلمند، ۳ په بدخشان، ۲ـ۲ په کابل، پکتیا، لغمان او سرپل، یوه یوه په بلخ، کندوز، تخار، بغلان، پنجشېر او نورستان کې ثبت شوې دي.
هغه وایي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۶۰ کسان د کرونا ناروغان بېرته رغېدلي دي.
نوموړي څرګنده کړه چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې پر کرونا اخته یو کس مړ شوی دی.
د هژیر په خبره، په هېواد کې تر اوسه ۱۷۷زره او ۶۰۲ مثبتې پېښې ثبت شوې چې له ډلې یې ۱۶۰ زره او ۷۰۹ کسان بېرته رغېدلي او ۷۶۶۳ کسان بیا له دې ناروغۍ مړه شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP