Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ننګرهار کې يو کس پاکستان ته د وسلو د قاچاق په تور نيول شوی

جلال اباد (پژواک، ٨ وری ۱۴۰۱): د ختيځ زون امنيتي مسوولين وايي، د ننګرهار دوربابا ولسوالۍ کې يو کس پاکستان ته د ٣٤ ميله وسلو د قاچاق په تور نيول شوى دى.

په ختيځ کې د ۲۰۱ خالد بن وليد قول اردو وياند مولوي وحيد الله محمدي د وري په ٨ مه پژواک اژانس ته وويل چې نن سهار شاوخوا ۵ بجې د ننګرهار دوربابا ولسوالۍ اړوند «بیر بورۍ» سيمه کې د وسلو يو قاچاقبر نيول شوى دی.

هغه زياته کړه، له ياد کس څخه ۳۴ ميله وسلې چې په کې زيکويک، دهشکې، د ۸۲ ملي متري توپ مرمۍ، راکټونه، پيکاګانې او کلاشنکوفونه شامل دي؛ ترلاسه شوي دي.

دی وايي، له نيول شوي کس څخه زياته اندازه د سپکو او درنو وسلو مرمۍ، دوه پايې جمرونه او لاسي بمونه هم ترلاسه شوي دي.

د محمدي د معلوماتو له مخې نيول شوي کس غوښتل چې دغه وسلې او مهمات د دوربابا ولسوالۍ له لارې پاکستان ته قاچاق کړي چې د امنيتي ځواکونو له خوا ونیول شو.

د ویلو ده چې تر دې وړاندې هم يو شمېر کسان په دوربابا ولسوالۍ کې پاکستان ته د وسلو د قاچاق په تور نيول شوي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.