جلال اباد (پژواک، ١٠ وری ۱۴۰۱): په ننګرهار کې د چرګانو روزنې فارم لرونکي وايي، په تېرو شپږو میاشتو کې په دغه ولايت کې د چرګانو روزنې ١٥٠٠ فارمونه تړل شوي چې ورسره درې زره کسان هم وزګار شوي دي.
د وروستي سياسي بدلون، له پاکستانه په اسانه د چرګانو واردات، د چرګانو دانې د بیو لوړېدل او په تورخم کې د کرنې او مالدارۍ وزارت د څار نشتوالي له امله د چرګانو روزنې ګڼ فارمونه تړل شوي دي.
د ننګرهار د کرنې رياست مسوولين هم دا ستونزې مني او وايي، د حل لپاره يې هلې ځلې پيل کړې دي.
د ننګرهار د چرګانو فارمونو اتحاديې مسوولين وايي چې په دغه ولايت کې د چرګانو روزنې ۳۰۰۰ فارمونه وو چې اوس نيمايي تړل شوي دي.
د دې اتحاديې وياند سيد رحيم بابکرزي پژواک اژانس ته وويل چې وروستی سياسي بدلون او د پاکستان له خوا د چرګانو د وارداتو زياتوالی د دې لامل شوی چې د چرګانو پنځوس سلنه فارمونه وتړل شي.
هغه زياته کړه، په تړل شوو ۱۵۰۰ فارمونو کې نږدې ۳۰۰۰ کسانو کار کاوه؛ خو اوس یاد ټول کسان وزګار شوي دي.
د چرګانو روزنې يو فارم لرونکی سيد امير خاوري بیا د چرګانو د دانې بیې لوړېدل، په تورخم کې د کرنې وزارت د څار نه شتون او د بې کيفيته چرګانو واردات نور هغه لاملونه په ګوته کوي چې په دغه ولايت کې يې د چرګانو د روزنې چاره د رکود له ګواښ سره مخ کړې ده.
په جلال اباد کې د چرګانو يو پلورونکی وايي چې په ننګرهار کې د توليد شوو چرګانو بيه لوړه ده؛ نو ځکه خلک پاکستاني چرګان پېري.
د ننګرهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې مشر ګلمراد عرب هم دغه ستونزه مني او د کرنې له رياسته غواړي چې د چرګانو فارم لرونکو ستونزو د حل لپاره بايد په تورخم کې د بې کيفيته چرګانو د وارداتو مخه ونيسي.
بلخوا، د ننګرهار د کرنې رياست مسوولين هم تر يوه بريده يادې ستونزې تاییدوي.
د کرنې رياست د مالدارۍ امر ضمير بهسودي پژواک ته وويل چې په دې اړه يې د کرنې وزارت ته يوه طرحه سپارلې چې په عملي کېدو سره به يې دا ستونزې حل شي.
تېر څو کلونه په ننګرهار کې د چرګانو روزنې صنعت ښه پرمختګ کړی و خو اوس مخ پر ځوړ روان دى چې له امله يې ګڼ شمېر کسانو خپل کارونه له لاسه ورکړي دي.
Views: 256
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن