خوست ښار (پژواک، ۱۱ وری ۱۴۰۱): په خوست ولایت کې د ترافيکي پېښې له امله درې تنه مړه شوي او يو بل ټپي دی.
دغه پېښه تېره ورځ مازيګر د دغه ولايت مرکز اړوند میخانيکي ليسې ته څېرمه د واده د مراسمو پرمهال رامنځ ته شوې.
د خوست امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول مستغفر ګربز پژواک خبري اژانس ته وويل، مړه شوي کسان ټول د يوې کورنۍ غړي دي چې خپلو کې د تره زامن وو.
هغه وويل، په دې پېښه کې چې د موټر د ډېر سرعت له امله رامنځته شوې، يو بل کس په کې ژوبل شوی هم دی.
د هغه پر وینا ژوبل کس د ښار په يوه خصوصي کلينيک کې تر درملنې لاندې دی.
په ورته مهال د ياد خصوصی کلينيک يو تن مسوول پژواک ته وويل چې په لومړيو کې څلور واړه کسان په ټپي حالت کې وو، خو وروسته درېيو يې د سختو ټپونو له امله ساه ورکړه.
د ویلو ده چې څه موده وړاندې د خوست په نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې هم د ورته يوې ترافيکي پېښې له امله ۸ کسان مړه او ۷ نور ټپيان شوي وو چې په مړو کې څلور يې د يوې کورنۍ غړي وو.
حکومتي مسوولينو د يادې ترافيکي پېښې لامل هم د موټر ډېر سرعت او د موټر چلوونکي بې پروايي ښودلې وه.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP