Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

میدان وردګو کې له طبیعي پېښې زیانمنې کورنۍ سره مرسته وشوه

میدانښار (پژواک، ۱۲ وری، ۱۴۰۱): د میدان وردګو ولایت له هغې کورنۍ سره مرسته وشوه، چې د غره د ښوېیدنې له امله یې شپږو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

ددغه ولایت د دایمیرداد ولسوالۍ په چنګې نومي کلي کې درې ورځې وړاندې پر یوه کور له غره لویه ډبره ښویېدلې وه، چې شپږو کسانو ته یې مرګ ژوبله اړولې وه.

د میدان وردګو ولایت مقام وایي چې د والي محمد امین عمري په لارښوود یو  پلاوي، د سیمې له خلکو او د کورنۍ له غړو سره د غمشریکۍ، ډاډګیرنې او مرستې رسولو په موخه یادې سیمې ته سفر وکړ.

سرچینې زیاته کړې، په یاد پلاوي کې مولوي عزت الله، د پېښو پر وړاندې د چمتو والي رییس مولوي فیض الله جلالي، عبدالقیوم شهباز او د کډوالو چارو آمریت مسوولین شامل وو.
ولایت مقام وایي، د پلاوي لخوا له زیانمنې کورنۍ سره د ولایت مقام له لوري یو لک افغانۍ نغدي مرسته، دغه راز د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ریاست او کډوالو چارو آمریت لخوا ۵۵۰ کیلو ګرامه اوړه، ۵۰ کیلو ګرامه غوړي، ۷ کیلو ګرامه مۍ، د آشپز خانې یو کېټ، د حمام یو کېټ، خېمه، ترپال او د ۴۰ تختو کمپلو مرسته وشوه.

 

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.