Pajhwok Afghan News

د ځینو رسنیو مسوولین وايي، د سوداګریزو اعلاناتو کمېدو اندېښمن کړي

کابل (پژواک، ۱۵ وری ۱۴۰۱): د ځینو رسنیو مسوولین وايي چې د سوداګریزو خبرتیاوو په کمېدو سره یې اقتصادي ستونزې ډېرې شوې، بلخوا د اطلاعاتو او کلتور وزارت خبر ورکوي چې پر داسې یوې طرحه کار کوي چې له مخې به یې د برېښنا لګښتونو په برخه کې له رسنیو سره همکاري وکړي.

د یک ټلوېزیون د پلور برخې اجرائیوي مسوول احسان عرب له پژواک سره په مرکه کې وویل، په هېواد کې له وروستیو بدلونونو وروسته رسنیو د عوایدو ډېرې سرچینې، په ځانګړې توګه سوداګریزې خبرتیاوې له لاسه ورکړې دي.

نوموړي زیاته کړه: ((د نشراتي جدولونو له مخې، مخکې به مو هره میاشت له ۲۵ تر ۳۰ اعلانات لرل، خو اوس په یوه اوونۍ کې له څلورو تر پنځو اعلانات لرو.))

هغه وویل، مخکې بیې هم متفاوتې او لوړې وې، خو اوس مهال د اعلاناتو په بیو کې ۸۰ سلنه کموالی رامنځته شوی دی.

دغه راز سرچینې وویل، اوس مهال د دې رسنۍ ډېری کارکوونکي د اقتصادي ستونزو له امله دندې پرېیښې دي.

هغه له سرپرست حکومت، نړیوالې ټولنې او د خبریالانو له ملاتړو بسنټونو وغوښتل چې له رسنیو سره مرسته وکړي، څو وکولای شي خپل فعالیت ته دوام ورکړي.

دغه راز د ارزو ټلوېزیون رییس بصیر عابد پژواک ته وویل، دوی مخکې خپلې خبرتیاوې له داخلي بنسټونو ترلاسه کولې، د دفتر ټول لګښتونه یې له دې لارې پوره کول.

خو نوموړي زیاته کړه: ((موږ د تېر په پرتله ۸۰ سلنه اعلانات له لاسه ورکړي، اوس مهال له اقتصادي ستونزو سره مخ یو.))

هغه وویل چې د اقتصادي ستونزو له امله یې ۵۰ سلنه کارکوونکي له لاسه ورکړي دي.

هغه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، د هېواد اوسنی وضعیت، د نشراتو کمېدل او په بازار کې د فزیکي پیسو ګم رنګ کېدل د دې لامل شوي چې په رسنیو کې اعلانات کم شي.

په ورته وخت کې د طلوع ټلوېزیون د بازارموندنې برخې مسوولې مونیکا تیموري پژواک ته وویل: ((مخکې په نسبي ډول موبي ګروپ خپله ۷۰ سلنه بودجه له سوداګریزو خبرتیاوو ترلاسه کوله، خو د خبرتیاوو اوسنۍ سلنه له مخکې سره د پرتلې وړ نه ده.))

هغه وايي، د ټلوېزیوني پروګرامونو د خپرېدو او سوداګریزو خبرتیاوو په برخه کې د قوانینو په جوړېدو سره اعلانات ک شوي دي.

بلخوا د اطلاعاتو او کلتوز وزارت د رسنیو د څار ریاست مسوول عبدالحق حماد پژواک ته وویل، د رسنیو اقتصادي ستونزې د درک وړ دي، خو پر رسنیو سربېره ټولې برخې له اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

نوموړي زیاته کړه، حکومت هڅه کوي چې له رسنیو سره د توان تر کچې همکاري وکړي.

د ده په خبره، پر یوه طرحه کار روان دی چې له مخې یې د مشخص وخت لپاره له رسنیو سره د برېښنا لګښتونونو په برخه کې همکاري کېږي.

حماد وویل، هڅه کوي چې وزارتونو خپلې خبرتیاوې خصوصي رسنیو ته ورکړي.

سرچینې د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، نوی حکومت نه شي کولای د رسنیو د معاشونو په برخه کې همکاري وکړي؛ ځکه رسنۍ د خصوصي سکټور اړوند دي.

Views: 15

Exit mobile version