Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ملګري ملتونه: سرپرست حکومت دې پر رسنیو لګېدلي محدویتونه لرې کړي 

کابل (پژواک، ۱۷ وری ۱۴۰۱) په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی دفتر (یوناما) په دغه هېواد کې له رسنیو او خبریالانو خپل ملاتړ اعلان کړی دی.

په کابل کې د یوناما دفتر د وري په ۱۷مه پخپله ټویټرپاڼه کې لیکلي چې نن يې د دفتر مرستیال میټي نوډسن د افغانستان د یو شمېر رسنیو له مسوولینو سره ولیدل.

سرچینې زیاته کړې چې یوناما له ستونزو سره د مخ افغان رسنیو او خبریالانو کلک ملاتړ کوي.

یوناما له سرپرست حکومته غوښتي چې له رسنیو سره خبرې يیل کړي، پر هغو لګېدلي سخت محدویتونه ختم کړي او له خبریالانو سره دې د تاوتریخوالي او ګواښونو مخه ونیسي.

ملګرو ملتونو دا غوښتنې په داسې حال کې کړې چې يو شمېر خبریالان نیول شوي او بيا خوشي شوي او یو شمېر یې وهل ټکول شوي هم دي.

د راپورونو له مخې، تازه په غور ولایت کې دوه خبریالان نیول شوي او يو په کندهار کې له بنده خوشی شوی دی.

د افغانستان د ژورنالېستانو او رسنیزو بنسټونو فدراسیون مسوولین وایي چې یواځې په مارچ میاشت کې د خبربالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۲۱ قضیې ثبت شوې دي.

بلخوا د ژورنالېستانو ملي اتحادیې مسوولینو د ۱۴۰۰ کال د لړم په پنځمه په کابل کې د یوې خبري غونډې پر مهال ویلي وو چې د نوي حکومت په رامنځته کېدو سره په ټول هېواد کې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۳۰ قضیې ثبت شوې چې ۹۰ سلنه یې د حکومتي کسانو له خوا ترسره شوې دي.

هغوی ویلي وو چې د یادو قضیو ۲۰ سلنه په کابل کې او پاتې نور یې په ولایتونو کې ثبت شوي دي.

د افغانستان سرپرست حکومت تر اوسه د یوناما د تازه څرګندونو په غبرګون کې څه نه دي ویلي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.