ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ديني عالمان: حکومت دې د ټولو نجونو پرمخ ښوونځي پرانيزي

ديني عالمان: حکومت دې د ټولو نجونو پرمخ ښوونځي پرانيزي

author avatar
7 Apr 2022 - 17:14
ديني عالمان: حکومت دې د ټولو نجونو پرمخ ښوونځي پرانيزي
author avatar
7 Apr 2022 - 17:14

کابل (پژواک، ١٨ ورى ۱۴۰۱): کابل کې یو شمېر نارینه او ښځينه ديني عالمانو له حکومت څخه غوښتنه وکړه چې هرڅه ژر دې د نجونو پر وړاندې د ښوونځيو دروازې پرانيزي.

د روان ښوونيز کال په لومړيو حکومت اعلان وکړ چې له شپږ ټولګي پورته د نجونو ښوونځي به تر امر ثاني پورې تړلي وي.

د اړوندې موضوع په اړه نن په کابل کې يو شمېر ښځينه او نارينه ديني عالمانو غونډه جوړه کړې وه.

په دې غونډه کې ديني عالم استاد عبدالستار حيات وويل چې حکومت بايد هېڅ صورت د نجونو پر مخ ښوونځي بند نه کړي.

هغه د افغانستان د ديني عالمانو نهضت په استازيتوب وويل، دوى چمتو دي چې د نجونو د ښوونځيو په برخه کې له حکومت سره په ګډه کار وکړي.

همدارنګه په ياده غونډه کې مولوي عبدالمالک ضیایي وویل چې په شرعي حجاب تعلیمي مرکزونو ته د ښځو تلل کومه ستونزه نه لري.

نوموړی زیاتوي: ((په اسلامي هېوادونو کې د سیاسيونو او ملت تر منځ اړیکه په رحم سره وي نه په زور او استبداد سره نو نجونې بايد ښوونځيو ته پرېښودل شي.))

په دې غونډه کې د ښځينه ديني عالمانو په استازيتوب سميه شفيق وويل، که چيرې په يوه کورنۍ يوه ښځه زده کړې وکړي نو ټوله کورنۍ يې ورسره روزل کيږي.

دې هم ټينګار وکړ چې حکومت بايد د اسلامي اصولو په رعايتولو سره ښځو ته ښوونځيو ته تګ اجازه ورکړي.

همدارنګه په ياده غونده کې د افغان ښځو لپاره د سولې او ازادۍ موسسې مرستیالې تورپیکی مومند وویل چې حکومت دې ښځو ته د زده کړو ترڅنګ د کار کولو اجازه هم ورکړي.

دې وويل چې اسلام ترڅنګ د افغانستان او بشري قوانيو ښځو ته د زده کړو اجازه ورکړې نو حکومت يې هم بايد ورکړي.

د هغې په وينا په نړۍ کې داسې کوم اسلامي هېواد نشته دى چې هلته د ښځو پر مخ ښوونيز مرکزونه تړلي وي.

د غونډې په پاى کې يو پرېکړه ليک هم صادر شو.

په پرېکړه لیک کې له حکومت څخه غوښتل شوي چې ژر تر ژره دې په بشپړ ډول د ښوونځيو، مدرسو، علمي او تعلیمي مرکزونو دروازې د ټولو نجونو پر مخ پرانیزي.

همدارنګه په پرېکړه لیک کې په نړیواله ټولنه او په ځانکړې توګه د اسلامي همکاریو پر سازمان (OIC) غږ شوې چې د افغان نجونو د زده کړو په خاطر دې د افغانستان د علماو له غوښتنو ملاتړ وکړي.

Views: 75

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.