کندهار (پژواک، ۱۸ وری ۱۴۰۱): په کندهار کې د روژې میاشتې له راتلو سره د خوراکي توکو بیې لوړې شوې دي چې خلک یې د کنټرول غوښتنه کوي.
بل خوا د کندهار ښاروالۍ چارواکي وايي، د ځینو قصابیو تر څنګ یې ۱۵ پلورنځي او شرکتونه د خوراکي توکو د بیو لوړولو له امله تړلي دي.
د کندهار ښار اوسېدونکي وايي، د روژې میاشتې له راتلو سره د خوراکي توکو اوړو، غوړیو، بورې او ان سبزیجاتو بیې هم تر پخوا څو برابره لوړې شوې دي.
د ښار د لومړۍ ناحیې اوسېدونکي محمد صادق پژواک خبري اژانس ته وویل، له روژې مخکې یې یو پارسل (۵۰ کیلو ګرامه) اوړه په ۲۲ سوه افغانۍ رانیولي وو؛ خو اوس هماغه اندازه اوړه په ۲۵ سوه افغانۍ دي.
ده زیاته کړه، دغه راز د غوړيو، بورې او نورو خوراکي توکو بیې هم له ۲۰ تر ۳۰ سلنې لوړې شوې دي؛ مخکې یوه بوشکه ۱۰ لېټره غوړي په ۱۵۰۰ افغانۍ وو خو اوس په ۱۷۰۰ افغانۍ دي.
نوموړی له اړوندو ادارو غوښتنه کوي چې بیې کنټرول کړي او پلورونکي د روژې په دې مبارکه میاشت کې له خپلسریو راوګرځوي.
دغه راز خلک وايي، د نورو خوراکي توکو تر څنګ د سبزیجاتو بیې هم لوړې شوې دي چې په اوسني بد اقتصادي وضعیت کې یې د اخیستلو توان نه لري.
د کندهار ښار بل اوسېدونکی محمد نعیم وایي، له روژې مخکې یو کیلو رومیان په ۳۰ افغانۍ وو؛ خو اوس یې بیه ۸۰ افغانیو ته لوړه شوې ده، دغه راز د یو کیلو ګرامه بېنډیو بیه ۸۰ افغانۍ وه خو اوس ۱۶۰ افغانیو ته لوړه شوې ده.
ده پژواک اژانس ته وویل، له یوې خوا کاروبار نشته او له بلې خوا د لومړنیو توکو بیي دومره لوړې دي چې هر کس یې د پېرلو توان نه لري.
هغه زیاته کړه: ((د هر شي بیه اسمان ته ختلې ده، ښاروالي باید بیې کنټرول کړي، اکثره خلک په روژه کې د خوراکي توکو بیې لوړوي او یوازې خپلو ګټو ته ناست دي.))
د خوراکي توکو یو تن هټیوال اسدالله بیا وایي، د توکو بیې له لویه سره لوړې شوې او دوی اړ شوي چې په لوړه بیه یې وپلوري.
ده وویل: ((په اصل کې بیې تاجرانو لوړې کړې دي او تر پخوا په لوړه بیه خوراکي توکي راباندې پلوري، موږ مجبور یوو چې د دوکانونو کرایه او مالیه ورباندې واچوو څو مناسبه ګټه راته پاتې شي.))
خو د خوراکي توکو سوداګر او عمده پلورونکي بیا وايي چې په خوراکي توکو مناسبه ګټه اچوي؛ ځکه کله چې د ګمرک محصول، د لارې لګښت او نور مالیات له خپلو توکو وباسي نو ډېره ګټه نه ورته پاتېږي.
د خوراکي توکو د یوه شرکت مسوول عبدالستار په دې اړه پژواک ته وویل: ((زموږ مالونه اکثره وخت په ورځو ورځو په لارو او بندرونو کې ځنډېږي، د ګمرک محصول جلا دی، دا چې د پخوا په څېر د ډېرو پیسو مالونه هم نه شو را واردولای هغه بل زیان دی، نو موږ بېخي له خپل تجارت څخه بېزاره شوي یوو ځکه ډېره لږ ګټه- چې زموږ په خواري نه ارزي- تر لاسه کوو.))
بل خوا د کندهار ښاروالۍ ویاند زمری څرګند وایي، په کندهار ښار کې یې د ځينو قصابیو تر څنګ هغه ۱۵ دکانونه او شرکتونه تړلي چې ځینو یې وزن کم کړی وو او ځینو بیا په لوړه بیه توکي پلورل.
هغه پژواک خبري اژانس ته وویل، دوی پلورونکو ته خبر ورکړی و چې د یو پارسل اوړو وزن باید له ۵۰،۲۵ کیلو ګرامه کم نه وي خو په ځینو دوکانونو کې دا وزن کم و چې دوی وتړل.
هغه زیاته کړه: ((موږ تر اوسه ۱۵ دوکانونه تړلي دي چې د اوړو اندازه یې کمه وه، ځینې قصابۍ مو هم بندې کړې، قصابیو او لبنیاتو ته مو نرخونه ورکړي دي او د نورو توکو د نرخونو د کنټرول په موخه هره ورځ زموږ پلاوی په ښار کې ګرځي.))
دی وایي، ښاروالۍ په ښار کې هغه ژرنده هم وتړله چې د بې کیفیته غنمو او جوارو اوړه یې سره ګډول او بیا یې پر خلکو پلورل.
که څه هم ښاروالۍ په ښار کې قصابانو ته د پسه د غوښو د یو کیلو ګرام بیه ۴۲۷ افغانۍ ټاکلې ده خو په دې برسېره اوس هم په ۴۸۰ او ۵۰۰ افغانۍ پلورل کېږي.
خلک وایي، دا چې په دې وروستیو کې د ډالر پر وړاندې د افغانیو ارزښت لوړ شوی نو باید د توکو بیې هم ټیټې شي او ښاروالي یې جدي نظارت وکړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP