Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

په زابل کې د څښاک پاکو اوبو رسولو یوه شبکه جوړه شوه

کلات (پژواک، ۲۱ وری ۱۴۰۱): د زابل په مرکز کلات ښار کې د څښاک پاکو اوبو رسولو یوه شبکه جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د دغه ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا رییس حکمت الله رهبر پژواک خبري آژانس ته وویل، د څښاک اوبو رسولو دا شبکه د مرکز کلات اړوند په دراز کلي کې جوړه شوه چې ورڅخه د دغه کلي ۱۵۸ کورنیو ته د څښلو پاکې اوبه ورکول کېږي.

هغه زیاته کړه، پر دې پروژې- چې څلور میاشتې وخت یې ونیو- څه باندې ۲ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی چې د مالیې وزارت له خوا ورکړل شوې دي.

دی وايي، د څښاک اوبو دا شبکه په لمریزه برېښنا سمباله ده چې د ۲۰ زره لېټره اوبو زېرمه کولو وړتیا لري.

نوموړي دغه راز پروژې ارزښتناکې وګڼلې او ویې ویل، همدا اوس په مرکز کلات او ولسوالیو کې د څښاک اوبو د ۱۲ شبکو جوړولو چارې روانې دي چې ۲۵ میلیونه افغانۍ لګښت پرې راځي.

د ده په خبره، له دغو شبکو به ۲۵۰۰ کورنیو ته د څښاک صحي اوبه ورکړل شي.

ده له WFP او HRD موسسو مننه وکړه چې د څښاک اوبو د دغو شبکو په جوړولو کې یې مالي مرسته کړې ده.

د سیمې اوسېدونکي د پاکو اوبو رسولو شبکې پر جوړولو خوښي ښيي او وايي، له کلونو راهیسې یې د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه درلود؛ خو اوس دا اسانتیا ورته برابره شوې ده.

د دغه کلي اوسېدونکي فخرالدین پژواک خبري اژانس ته وویل، له دې مخکې اړ و چې ماشومان یې له لرو سیمو په لاسي کراچیو کې اوبه راوړي.

دی زیاتوي، دې چارې له سختو ستونزو سره مخ کړي وو؛ خو اوس یې د کور څنګ ته د پاکو اوبو شبکه جوړه شوې او ستونزې یې ورسره حل شوې دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.