جلال اباد (پژواک، ۲۱ وری ۱۴۰۱): د ننګرهار مرکز جلال اباد اوسېدونکي وايي، په تېر نظام کې د ښاروالۍ مسوولينو بې غورۍ له امله لوړپوړيزو تجارتي ودانیو کې د موټرو تمځایونه نه دي جوړ شوي چې دې چارې په ښار کې ګڼه ګوڼه زیاته کړې ده.
ښاريان وايي، د اصولو له مخې د مارکېټونو په تکاویو کې بايد د موټرو لپاره تمځايونه جوړ شي.
د جلال اباد ښار اوسېدونکی عتيق الله احمدزی وايي، تېر څو کلونه په ښار کې ډېرې لوړپوړيزې ودانۍ جوړې شوې چې ښار ته يې ښکلا ورکړې؛ خو د نقشو ناسم تطبيق يې ګڼه ګوڼه ډېره کړې ده.
هغه زياته کړه، په ټولو ښارونو کې د لويو سوداګريزو ودانيو او مارکېټونو تمځايونه بايد په تکاوېو کې وي؛ خو دلته ټولو کې دوکانونه جوړ شوي.
د ښار يو بل اوسېدونکي جهانباز هم پژواک سره خبرو کې نيوکه وکړه چې د تېر نظام د ښاروالۍ مسوولينو او مامورينو له مارکېټ لرونکو د پيسو په اخیستلو اجازه ورکړې چې تکاویو کې د پارکېنګ پرځای سوداګريزې ساحې او هټۍ جوړې کړي.
دا يواځې عام خلک نه دي چې د دې ستونزې پړه د وخت پر اړوندو چارواکو اچوي؛ بلکې مدني فعالان هم ورته نظر لري.
مدني فعال حیات الله حميدي وايي؛ تېر کې د ښاروالۍ مامورينو د پيسو په بدل مارکيټ لرونکو ته اجازه ورکړې چې د موټرو د تمځای پرځای ځمکتلو/تکاویو کې هټۍ جوړې کړي.
د جلال اباد ښاروالۍ مسوولين هم په تېر نظام کې د فساد شتوالی د دې ستونزې یو لامل بولي.
د ښاروالۍ وياند بختي جان مراد وایي، پر دې خبرې روانې دي چې څنګه په دغو مارکېټونو کې د موټرو لپاره تمځايونه جوړ شي.
د يادونې ده، تر دې وړاندې هم د جلال اباد ښاريانو په ښار کې له ګڼې ګوڼې شکايتونه کړي او له حکومتي مسوولينو يې غوښتنه کړې وه چې يوه حل لاره ورته پيدا کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP