مزارشریف (پژواک، ۲۲ وری، ۱۴۰۱): د بلخ ولایت مزارشریف ښار کې د دغه ولایت اطلاعات او کلتور ریاست له لوري د قرآن کریم درې ورځنی نندارتون پرانستل شو.
د دغه ولایت مسوولین وایي، چې دغه نندارتون یې د روژې میاشتې د درناوي په پار جوړ کړی او ځوانانو ته یې د قران کریم د لوستلو زمینه او فرصت برابر کړی.
د بلخ اطلاعات او کلتور رئیس ذبیح الله نورانی وایي، د قرآن کریم دغه نندارتون همهاله په پلازمینه کابل او یو شمېر نورو ولایتونو کې هم پرانستل شوی دی .
د نوموړي په وینا، دغه نندارتون د روژې مبارکې میاشتې په پار جوړ شوی، چې درې ورځې به دوام ولري.
نوراني وویل ، دغه نندارتون به په ټولنه کې د قران کریم د لوستنې تلاوت او تفسیر دود او د ځوانانو په زړونو کې به یې مینه پیدا کړي.
د بلخ والي مولوي قدرت الله ابو حمزه د اطلاعاتو کلتور ریاست دغه کار ستایي او وایي، قرآن کریم الهي او د هدایت کتاب دی، نو پکار ده، چې ټول مسلمانان یې تلاوت او پرې عمل وکړي.
دغه راز بلخ کې یو شمېر خپرندویه ټولنې چې په دغه نندارتون کې یې د قران کریم بېلابېلې نخسې او یو شمېر نور دیني کتابونه نندارې ته ایښي د حکومت د دغه کار ستاینه کوي.
د احناف خپرندویه ټولنې مسوول عبدالله حنفي د بلخ اطلاعاتو او کلتور ریاست د دغه کار ستاینه کوي او وایي چې دغه ډول نندارتونونه په ټولنه کې د پام وړ اهمیت لري او خلک کولای شي په نندارتون کې له شتو دیني کتابونو څخه اعظمي ګټه واخلي.
د ابو مسلم خپرندویه ټولنې مسوول عبدالفتاح قیومي چې په دغه نندارتون کې د قران کریم ګڼې نخسې نندارې ته ایښي وایي، د دغه ډول نندارتونو جوړول له یوې خوا د اسلامي فرهنګ د ودې برخه کې مهم رول لري او له بلې خوا د قران کریم ارزشت او اهمیت خلکو ته ښیي.
بل لوري ته یو شمېر ځوانانو او د دغه نندارتون کتونکي هم د دغه کار ستاینه کوي او د قران کریم د مطالعې د دودولو لپاره یې مهم بولي. عبدالکبیر د مزارشریف ښار اوسیدونکی دغه نندارتون ته د کتابونو لیدو لپاره راغلی، نوموړی وایي، دغه ډول نندارتونونه د ځوانانو پوهاوي او بیدارۍ کې مهم رول لري او له ځوانانو غواړي چې قران کریم تلاوت کړي.
Views: 54
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP