ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بلخ کې د قرآن کریم درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

بلخ کې د قرآن کریم درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

author avatar
12 Apr 2022 - 00:04
بلخ کې د قرآن کریم درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
author avatar
12 Apr 2022 - 00:04

مزارشریف (پژواک، ۲۲ وری، ۱۴۰۱): د بلخ ولایت مزارشریف ښار کې د دغه ولایت اطلاعات او کلتور ریاست له لوري د قرآن کریم درې ورځنی نندارتون پرانستل شو.

د دغه ولایت مسوولین وایي، چې دغه نندارتون یې د روژې میاشتې د درناوي په پار جوړ کړی او ځوانانو ته یې د قران کریم د لوستلو زمینه او فرصت برابر کړی.

د بلخ اطلاعات او کلتور رئیس ذبیح الله نورانی وایي، د قرآن کریم دغه نندارتون همهاله په پلازمینه کابل او یو شمېر نورو ولایتونو کې هم پرانستل شوی دی .

د نوموړي په وینا، دغه نندارتون د روژې مبارکې میاشتې په پار جوړ شوی، چې درې ورځې به دوام ولري.

نوراني وویل ،  دغه نندارتون به په ټولنه کې د قران کریم د لوستنې تلاوت او تفسیر دود او د ځوانانو په زړونو کې به یې  مینه پیدا کړي.

د بلخ والي مولوي قدرت الله ابو حمزه د اطلاعاتو کلتور ریاست دغه کار ستایي او وایي، قرآن کریم الهي او د هدایت کتاب دی، نو پکار ده، چې ټول مسلمانان یې تلاوت  او پرې عمل وکړي.

دغه راز بلخ کې یو شمېر خپرندویه ټولنې چې په دغه نندارتون کې یې د قران کریم بېلابېلې نخسې او یو شمېر نور دیني کتابونه نندارې ته ایښي د حکومت د دغه کار ستاینه کوي.

د احناف خپرندویه ټولنې مسوول عبدالله حنفي د بلخ اطلاعاتو او کلتور ریاست د دغه کار ستاینه کوي او وایي چې دغه ډول نندارتونونه په ټولنه کې د پام وړ اهمیت لري او خلک کولای شي په نندارتون کې له شتو دیني کتابونو څخه اعظمي ګټه واخلي.

د ابو مسلم خپرندویه ټولنې مسوول عبدالفتاح قیومي چې په دغه نندارتون کې د قران کریم ګڼې نخسې نندارې ته ایښي وایي،  د دغه ډول نندارتونو جوړول له یوې خوا د اسلامي فرهنګ د ودې برخه کې مهم رول لري او له بلې خوا د قران کریم ارزشت او اهمیت خلکو ته ښیي.

بل لوري ته یو شمېر ځوانانو او د دغه نندارتون کتونکي هم د دغه کار ستاینه کوي او د قران کریم د مطالعې د دودولو لپاره یې مهم بولي. عبدالکبیر د مزارشریف ښار اوسیدونکی دغه نندارتون ته د کتابونو لیدو لپاره راغلی، نوموړی وایي، دغه ډول نندارتونونه د ځوانانو پوهاوي او بیدارۍ کې مهم رول لري او له ځوانانو غواړي چې قران کریم تلاوت کړي.

 

Visits: 54

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.