ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هرات تاریخي ابدې د له منځه تلو له ګواښ سره مخ دي

د هرات تاریخي ابدې د له منځه تلو له ګواښ سره مخ دي

author avatar
14 Apr 2022 - 17:31
د هرات تاریخي ابدې د له منځه تلو له ګواښ سره مخ دي
author avatar
14 Apr 2022 - 17:31

هرات (پژواک، ۲۵ وری۱۴۰۱): د هرات د تاریخي ابدو د ساتنې مسوولین وایي، د یاد ولایت ځیني تاریخي ابدې د ډېرې لرغونتیا او پراختیا لرلو له امله د له منځه تلو له ګواښ سره مخ دي.

د هرات د تاریخي ابدو د ساتنې آمر زلمي صفا پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې له مرکزي مسوولینو نه د دغو ځایونو ساتنې او رغونې ته د جدي پامنیوي غوښتنه وکړه.

هغه زیاته کړه، د یاد ولایت تاریخي ابدې نظر د هغو پراختیا او مخینې ته چې لري، ځیني یې د منځه  تلو په حال کې دي او د هغو بیا رغونې ته د بودجې راټولولو هڅو تراوسه بې پایلې ده.

نوموړي پژواک سره په خبرو کې وویل تېر کال د هرات ځينې تاریخي ځایونه ترمیم شوي؛ خو زیاتې تاریخي سیمې او ابدات لا هم شته چې باید رسېدنه ورته وشي او بیا ورغول شي.

هغه له مرکزي مسوولینو څخه غوښتنه وکړه چې د هرات ولایت تاریخي ابداتو بیا رغونې ته پام وکړي؛ ځکه چې له مهمو کلتوري، ټولنیزو او اقتصادي شاخصونو څخه دي.

هغه وایي: ((د افغانستان لرغوني اثار په ځانګړي ډول د هرات لرغوني اثار کولی شي چې زیات سیلانیان ځانته راجلب کړي او د افغانستان اقتصاد ته رنګ ورکړي.))

هرات پېژندونکي او د دغه ولایت د تاریخي ابداتو ساتونکي محمد صدیق میر پژواک سره خبرو کې د هرات تاریخي ابداتو او فرهنګي میراثونو وضعیت د اندېښنې وړ وباله او د فرهنګي میراثونو د ساتنې لپاره یې د بودجې ځانګړي کولو غوښتنه وکړه.

د نوموړي په باور، د اسلامي امارت مسوولین نه د هرات او نورو ولایتونو د تاریخي ابداتو وضعیت په اړه فکر کولو ته وخت لري او نه پیسې لري چې وکولای شي د یادو ابداتو د ساتنې لپاره یې مصرف کړي.

نوموړی په دې باور دی چې یاد ولایت د څه باندې ۸۰۰ تاریخي ابداتو او تاریخي سیمو لرلو له امله د نړیوالو او داخلي سوداګرو ډېرې همکارۍ ته اړتیا لري.

میر زیاته کړه چې په وروستیو کلونو کې د تاریخي ابداتو او تاریخي سیمو شاوخوا بې پلانه ابادیو د دغه ولایت تاریخي ابداتو ته بېرحمانه زیان رسولی او تېر حکومت هم د دغه کار د مخنیوي برخه کې ناکام و.

محمد صدیق میر وايي چې د تاریخي ابداتو بیارغونه باید په دوامداره توګه دوام ولري؛ ځکه وقفه يي توجه نه شي کولای د دغه ولایت د تاریخي ابداتو ستونزې حل کړي.

دغه اندېښنه په داسې حال کې مطرح کېږي چې د هرات ښار تاریخي اثار او سیمې تل د جګړو له امله تر برید لاندې راغلي؛ یا له هغو څخه د سنګر په ډول استفاده شوې ده.

د هرات سیمه ییزو چارواکو مخکې هم د تاریخي ابداتو او سیمو ساتنې برخه کې د مرکزي مسوولینو له نه پاملرنې شکایت کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې څه وخت مخکې د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال ذبېح الله مجاهد اعلان وکړ چې د افغانستان اسلامي امارت د فرهنګي میراثونو او تاریخي ابداتو ساتنې او څارنې ته ژمن دی.

هرات کې ډېرې تاریخي او طبیعي ځایونه او ودانۍ شته؛ د هرات ښار د هېواد په لویدیځ کې تر ټولو لوی ښار دی چې له سیاسي، فرهنګي، اقتصادي لحاظه ډېر ارزښت لري.

د یادونې ده، ګدامونه، لوی جامع موجات، د سلطان حسین او واعظ کاشفي مقبرې، د هرات منارې او اختیارالدین کلا هغه تاریخي ابدات دي چې په تېرو کلونو کې یې د ساتنې لپاره نسبي هڅې شوې دي.

Views: 114

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.