ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اسلامي پوهنتون: ټولو معیارونو پوره کولو سره بیا هم د فعالیت اجازه نه ده راکړل شوې

اسلامي پوهنتون: ټولو معیارونو پوره کولو سره بیا هم د فعالیت اجازه نه ده راکړل شوې

author avatar
19 Apr 2022 - 16:28
اسلامي پوهنتون: ټولو معیارونو پوره کولو سره بیا هم د فعالیت اجازه نه ده راکړل شوې
author avatar
19 Apr 2022 - 16:28

خوست ښار (پژواک، ۳۰ وری ۱۴۰۱): په خوست کې د اسلامي خصوصي پوهنتون مسوولين او زده کړیالان د سرپرست حکومت له خوا د دغه پوهنتون پر فعاليت بنديز خواشيني کړي او له لوړو زده کړو وزارت څخه غوښتنه کوي چې د فعاليت اجازه دې بېرته ورکړي.

خو د خوست د اطلاعاتو او کلتور رياست بيا وايي چې دغه پوهنتون د قانوني جواز نه لرلو له امله تړل شوی دی.

تازه د لوړو زده کړو وزارت د يوې پرېکړې له مخې د ۲۸ خصوصي پوهنتونونو چې د فعاليت جواز يې نه درلود او يا يې په جواز کې نيمګړتياوې وې، د تړل کېدو امر صادر کړی؛ په دې کې يو هم اسلامي پوهنتون دی.

دا پوهنتون چې د حزب اسلامي د مشر ګلبدين حکمتيار او د تېر حکومت ترمنځ د سولې تړون پر اساس جوړ شوی؛ د کابل ترڅنګ په خوست او کندهار ولايتونو کې هم يوه يوه څانګه لري.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.