منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۱۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۴۴ غ.م
۸°صاف · ↑۱۴° ↓۲°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

اسلامي پوهنتون: ټولو معیارونو پوره کولو سره بیا هم د فعالیت اجازه نه ده راکړل شوې

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۸۸ کتنې · تازه شوی

خوست ښار (پژواک، ۳۰ وری ۱۴۰۱): په خوست کې د اسلامي خصوصي پوهنتون مسوولين او زده کړیالان د سرپرست حکومت له خوا د دغه پوهنتون پر فعاليت بنديز خواشيني کړي او له لوړو زده کړو وزارت څخه غوښتنه کوي چې د فعاليت اجازه دې بېرته ورکړي.

خو د خوست د اطلاعاتو او کلتور رياست بيا وايي چې دغه پوهنتون د قانوني جواز نه لرلو له امله تړل شوی دی.

تازه د لوړو زده کړو وزارت د يوې پرېکړې له مخې د ۲۸ خصوصي پوهنتونونو چې د فعاليت جواز يې نه درلود او يا يې په جواز کې نيمګړتياوې وې، د تړل کېدو امر صادر کړی؛ په دې کې يو هم اسلامي پوهنتون دی.

دا پوهنتون چې د حزب اسلامي د مشر ګلبدين حکمتيار او د تېر حکومت ترمنځ د سولې تړون پر اساس جوړ شوی؛ د کابل ترڅنګ په خوست او کندهار ولايتونو کې هم يوه يوه څانګه لري.

د دغه پوهنتون د خوست څانګې مشر ډاکټر محمدرفيق پژواک خبري اژانس ته وويل، دغه پوهنتون د ټولو ټاکل شويو معيارونو له بشپړولو وروسته، جمهوري رياست مقام ته د لوړو زده کړو وزارت له لارې د ۱۴۰۰ لمريز کال د چنګاښ په ۷مه په ۱۳۱ ګڼه وړانديز کې، ياد پوهنتون  ته د جواز صادرولو غوښتنه کړې وه.

نوموړي وويل، ځینو مسوولینو د سلیقوي او سياسي ملاحظاتو له امله د اسلامي پوهنتون د جواز صادرولو پر ځای د لوړو زده کړو وزارت یاد پېشنهاد د سقوط تر وروستۍ ورځې پورې ځان سره وساته.

ډاکټر محمدرفيق زياته کړه، چې تېر جريان ته په کتو د سرپرست حکومت د لوړو زده کړو وزارت د ۱۴۰۰ لمريز کال د تلې په ۸مه د رياست الوزرا‌ مقام ته د دغه پوهنتون د جواز صادرولو وړانديز شوی او رييس الوزرا هم په دې اړه د اصولي اجراتو غوښتنه کړې؛ خو رييس الوزرا په بل حکم کې د دغه پوهنتون پر فعاليت بنديز لګولی دی.

نوموړي وويل، دا مهال دوی په ستوماتولوجي، فارمسي، معالجوي طب، حقوق او اقتصاد پوهنځيو کې ۳۲۰ زده کړیالان لري چې نيمايي برخه يې ښځينه دي.

د هغه په وینا، ستوماتولوجي او فارمسي هغه دوه پوهنځي دي چې د خوست په بل هیڅ خصوصي پوهنتون کې نشته؛ نو هغه زده کړیالان چې اقتصادي وضعيت يې ښه دی ښايي کابل ته تبديلي وکړي او پاتې نور به بې برخليکه په کورونو کې کيني.

هغه وايي: «زموږ پخواني محصلين هم يو وار بې برخليکه شول؛ بلکي ۱۲۰ نوي محصلين مو هم نيولي وو چې دا دوې اوونۍ کېدې درسونه يې پيل شوي و،  د پوهنتون تړل کېدو سره د هغوی درسونه هم پاتې شول.»

د ياد پوهنتون د ستوماتولوجۍ پوهنځي د څلورم کال محصل محمد حنيف هم پژواک اژانس سره خبرو کې د دغه پوهنتون د تدريسي بهير پر بندېدو خواشيني څرګنده کړه او له لوړو زده کړو وزارت نه يې غوښتنه وکړه چې بېرته د فعالیت اجازه ورکړي.

ده وويل: «موږ خپل صنف کې تقريباً د ښځينه محصلينو په ګډون شل تنه محصلين وو چې په پوهنتون کې تر ټولو لوړ صنف هم زموږ و. هلکان که نورو ولایتونو ته هم تبدیلي وکړي دومره مشکل به نه وي؛ خو د ښځينه محصلينو لپاره بيخي ډېر مشکل دی، ځکه دوی نه شي کولی نورو ولايتونو ته سفر وکړي.»

بلخوا د خوست د اطلاعاتو او کلتور رييس شبيراحمد عثماني پژواک خبري اژانس ته وويل، په افغانستان کې ځیني خصوصي پوهنتونونه چې په سياسي او قومي بنياد جوړ شوي وو، يا يې تعليمي کيفيت ټيټ و او قانوني جواز يې نه درلودل وتړل شول؛ په دې ډله کې د خوست اسلامي پوهنتون هم و.

نوموړي زیاته کړه، د دې لپاره چې د زده کړیالانو وخت ضايع نه شي نورو پوهنتونونو ته معرفي شول؛ څو خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ښوونه او روزنه