Language

د انګور اډې لار بېرته پرانیستل شوه

ښرنه (پژواک، ۳۰ وری ۱۴۰۱): د پکتيکا د برمل ولسوالۍ اوسېدونکي او موټر چلوونکي وايي، د انګور اډې لار د خلکو او بار وړونکو موټرو پر مخ بېرته خلاصه شوې ده.

دغه لار اووه ورځې مخکې د پاکستاني ځواکونو له خوا تړل شوې وه.

د برمل ولسوالۍ د بازار یوه اوسېدونکي الله داد پژواک خبري اژانس ته وویل، اووه ورځې مخکې پاکستاني لوري د انګور اډې لار د هر راز تګ راتګ پر مخ وتړله چې له امله یې تګ راتګ او سوداګري په ټپه درېدلې وه.

هغه زیاته کړه، د افغانستان له لوري د پاکستان د دغه کار په غبرګون کې پر لار په جوړه شوې دروازه کې د خښتو دېوال جوړول پیل کړل خو وروسته د خلکو او پاکستاني لوري په غوښتنه لرې شو.

login or register a new account.