منځپانګې ته تلل
شنبه ۱۴ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۵۶ غ.م
۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۳° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د انګور اډې لار بېرته پرانیستل شوه

· ۲ دقیقې لوستل · ۲۷۰ کتنې

ښرنه (پژواک، ۳۰ وری ۱۴۰۱): د پکتيکا د برمل ولسوالۍ اوسېدونکي او موټر چلوونکي وايي، د انګور اډې لار د خلکو او بار وړونکو موټرو پر مخ بېرته خلاصه شوې ده.

دغه لار اووه ورځې مخکې د پاکستاني ځواکونو له خوا تړل شوې وه.

د برمل ولسوالۍ د بازار یوه اوسېدونکي الله داد پژواک خبري اژانس ته وویل، اووه ورځې مخکې پاکستاني لوري د انګور اډې لار د هر راز تګ راتګ پر مخ وتړله چې له امله یې تګ راتګ او سوداګري په ټپه درېدلې وه.

هغه زیاته کړه، د افغانستان له لوري د پاکستان د دغه کار په غبرګون کې پر لار په جوړه شوې دروازه کې د خښتو دېوال جوړول پیل کړل خو وروسته د خلکو او پاکستاني لوري په غوښتنه لرې شو.

دی وايي، پاکستاني لوري دغه لار تېره ورځ د خلکو او نن د بار وړونکو موټرو پر مخ بیا پرانیستله چې د پخوا په څېر عادي تګ راتګ پرې پیل شوی دی.

د ډیورنډ کرښې د هغې غاړې اوسېدونکي او سوداګر محمد اکرم پژواک خبري اژانس ته وویل، د انګور اډې لار د دواړو هېوادونو لپاره اقتصادي ارزښت لري او دواړه هېوادونه اړتيا لري چې له دې لارې راکړه ورکړه وکړي.

هغه زیاته کړه، پر دې لار هره ورځ دواړو غاړو ته په منځنۍ کچه ۷۰ موټر تګ راتګ کوي او تر یوه بریده ورباندې تجارت ښه روان دی.

دی وايي، د دې لارې بندول د هیڅ هېواد په ګټه نه دي.

د ده په خبره، په دې وروستیو کې پر دې لار یوازې هغو کسانو ته د تګ راتګ اجازه ورکول کېږي چې پاکستاني شناختي کارډونه لري او یا ناروغان وي.

نوموړی غوښتنه کوي چې دواړه هېوادونه دې پر دې لار د سوداګرۍ او تګ راتګ لپاره اسانتیاوې ډېرې کړي.

د پکتیکا د والي ویاند مولوي ثنا الله هم وايي چې له اوو ورځو وروسته یو ځل بیا د انګور اډې لارې پرانیستل شوې او د پخوا پر څېر ورباندې عادي تګ راتګ پیل شوی دی.

هغه پژواک ته وویل، له پاکستاني لوري سره خبرې کوي څو پر دې لار سوداګرو او عامو تګ راتګ کوونکو ته ډېرې اسانتیاوې برابرې کړي.

د یادونې ده، پاکستاني لوري له هغه وروسته د انګور اډې لار وتړله چې پاکستاني طالبانو د دغه هېواد پر پوځ بریدونه وکړل.

د رسنیو د راپورونو له مخې، پاکستان نه یوازې دغه لار وتړله بلکې په سوېلي وزیرستان کې یې ګرځبندیز هم ولګاوه.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول سوداګري او اقتصاد