چارواکي: د انګور اډې له لارې پاکستان ته د څه باندې ۱۳ میلیون ډالرو په ارزښت توکي صادر شوي
د پکتيکا د سوداګرۍ او صنايعو خونې چارواکي وايي، په روان کال کې د دغه ولايت د برمل ولسوالۍ د انګور اډې له لارې د څه باندې ۱۳ ميليون امريکايي ډالرو په ارزښت خوراکي او غير خوراکي توکي پاکستان ته صادر شوي دي.



