[restrict paid=”true”]
کابل (پژواک، ۳۱ وری ۱۴۰۱): د رياست الوزرا د سياسي مرستيال مولوي عبدالکبير په مشرۍ د کابینې د سياسي کمېسيون په غونډه کې د ګاونډيو هېوادونو ترمنځ د ستونزو او اختلافاتو پر حل خبرې شوې دي.
د باختر دولتي اژانس د خبر له مخې، په غونډه کې په بېلابېلو مسایلو، په ځانګړي ډول له ځینو ګاونډیو هېوادونو سره د وروستیو اختلافاتو او کړکېچونو په اړه خبرې وشوې او یادونه وشوه چې له ګاونډیو هېوادونو سره شته ستونزې او اختلافات باید له سیاسي او ډیپلوماتیکو لارو حل شي.
د کمېسیون غړو څرګنده کړې چې له ګاونډیو هېوادونو سره د تاوتریخوالي او لانجو دوام د هيڅ هېواد په ګټه نه دی او باید د دواړو هېوادونو ترمنځ د متقابل احترام او ښه ګاونډیتوب پر بنسټ د اړیکو د ټینګښت لپاره هڅې وشي.
دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي امارت ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال ذبیح الله مجاهد په خوست ولایت کې د پاکستاني پوځیانو د هوايي برید په غبرګون کې ویلي چې د پاکستان پوځ باید نور د افغانانو صبر ونه ازمایي، هغه خبرداری ورکړ چې د دغه شان پیښو تکرار به ناوړه پایلې ولري.
مجاهد له دې مخکې له ايراني چارواکو غوښتي وو چې په هغه هېواد کې دې د افغان کډوالو د ځورولو مخه ونيسي.
[/restrict]
Views: 199
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن