ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابینې په کابل ښار کې د فقر او سوالګرو ډېرېدو د عواملو موندلو امر وکړ

کابینې په کابل ښار کې د فقر او سوالګرو ډېرېدو د عواملو موندلو امر وکړ

author avatar
20 Apr 2022 - 03:19
کابینې په کابل ښار کې د فقر او سوالګرو ډېرېدو د عواملو موندلو امر وکړ
author avatar
20 Apr 2022 - 03:19

[restrict paid=”true”]

کابل (پژواک، ۳۰ وری ۱۴۰۱) : د سرپرست حکومت د کابینې په غونډه کې اړوندو ادارو ته دنده وسپارل شوه چې په کابل ښار کې د فقر او سوالګرو د زیاتوالي عوامل پیدا او د حل لپاره یې لازم اقدامات وکړي.

د باختر دولتي اژانس د راپور له مخې، د سرپرست حکومت د رییس الوزرا ملا محمد حسن اخند په مشرۍ او د ریاست الوزرا د مرستیالانو او سر‍پرست وزیرانو په ګډون د کابینې غونډه جوړه شوه.

سرچینې زیاته کړې، د غونډې په پیل کې د بېلابېلو موضوعاتو په اړه د ټاکل شویو پلاوو کاري راپورونه وړاندې شول او له مخې یې اړوندو ادارو ته لازمې سپارښتنې وشوې.

همدارنګه د کابینې په غونډه کې، په کابل ښار کې د فقر او سوالګرو د زیاتوالي پر عواملو بحث وشو او د دې ستونزې د حل لپاره د کار او ټولنیزو چارو او کورنیو چارو وزارتونو او دغه راز افغاني سرې میاشتې ادارې ته دنده وسپارل شوه چې دغه موضوع وڅېړي او د حل لپاره یې لازم اقدامات وکړي.

دغه راز په غونډه کې له هېواده له ناقانونه او قاچاقي لارو د خلکو تګ او له ایران سره پر پوله د خلکو د ناوړه وضعیت موضوع هم وڅېړل شوه او د څېړنې لپاره یې اړوندو ادارو ته مسوولیت وسپارل شو.

په راپور کې راغلي، لویې څارنوالۍ ته دنده وسپارل شوه چې په ایران کې د بندي افغانانو د پوښتنې او د امکان په صورت کې د بندیانو د استرداد موضوع لپاره یاد هېواد ته سفر وکړي.

د غونډې په پای کې پر نورو موضوعاتو هم بحث وشو او لازمې پرېکړې وشوې.

[/restrict]

Views: 910

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.