Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

امریکا په پاکستان کې مېشت افغان کډوالو سره ۴۸ میلیونه ډالر مرسته کوي

کابل (پژواک،۳۱ وری ۱۴۰۱): د امریکا متحده ایالتونو ویلي هغو افغان کډوالو سره چې په پاکستان کې مېشت دي، ۴۸ میلیونه ډالر مرسته کوي.

په پاکستان کې د امریکا سفارت نن د وري په ۳۱ مه په یوه ټویټ کې د یادو مرستو خبر ورکړی دی.

دغه سفارت زیاته کړې: «له پاکستانه مننه کوو چې د افغان کډوالو سخاوتمندانه کوره توب کوي او پر ملاتړ یې ویاړو.»

د یادونې ده، په پاکستان کې مېشت د افغان کډوالو ملاتړ لپاره د متحده ایالتونو دې ۴۸ میلیون ډالر مرستو سره، د دغه هېواد لخوا ټولې مرستې ۲۶۲ میلیون ډالرو ته رسېږي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.