[restrict paid="true"]
کابل (پژواک، د غويي لومړۍ نېټه ۱۴۰۱): کابل کې یو شمېر خبریالانو د خبریالانو له خوا د یوه خپلواک بنسټ د جوړېدو غوښتنې ترڅنګ په ډاګه کړه چې د خبریال له نوم څخه ناوړه ګټه اخیستنه چې په هر دلیل وي، باید بنده شي.
د دوو ښځو او درېیو نارینه وو په ګډون پنځو خبریالانو نن کابل کې یوه خبري ناسته کې ګډون وکړ.
د مبین احمد موحد په نوم یو کس ادعا وکړه چې هېواد کې تر سیاسي بدلون وروسته یو شمېر هېوادونو د یو متضرر قشر په توګه د خبریانو په ملاتړ سره هڅه کوله چې له افغانستان څخه خبریالان وباسي، د دغه بهیر په مدیریت کې درغلي وشوه او د خبریالانو په نوم د پیسو په بدل کې نور کسان له هېواده وایستل شول.
د هغه په خبره، له افغانستانه د خبریاانو د ایستلو بهیر له پای ته رسېدو وروسته له فرصت څخه په استفاده د «خبریالانو ملاتړ بنسټ» په نوم ځینې بنسټونه جوړ شوي او د خبریال په نوم یې خپله کورنۍ او دوستان له افغانستانه ایستلي دي.
نوموړي زیاته کړه: «د دغه ملحوظاتو په اساس، موږ یوه ډله خبریالانو افغانستان کې د عدالت غوښتنې حرکت جوړ کړ، څو وکولای شو د رښتینو خبریالانو له لاسه ورکړی عزت بېرته ترلاسه کړو، او د خبریالانو له نوم څخه د ناوړه ګته اخیستنې د مخنیوي او بندېدو غوښتنه کوو.»
هغه وویل: «موږ د خبریالانو پر وړاندې د سرغړونې ډېر موارد لرو چې څه وخت مخکې کام ایر د خبریالانو په نوم ۱۵۰ کسان انتقال کړل، څه موده مخکې یې ۱۵۰ کسانو لېست نیولی و په داسې حال کې چې دېر زیار خبریالان باسي.»
خو د افغانستان د خبریالانو شورا رییس حفیظ الله بارکزي پژواک ته وویل، په دې اړه شوې ادعاوې چې ګواکي نوموړي د خبریالانو په نوم ځینې کسان لېست کې شامل کړي، ردوي.
بارکزي زیاته کړه، شاوخوا اوه میاشتې مخکې ټولو خلکو هڅه کوله له هېواده بهر ولاړ شي، دې شورا هم د خبریالانو یو لیست جوړ کړی و.
پر دې سربېره موحد زیاته کړه، له ټولو هغو بسټونو چې د خبریالانو په نوم جوړ شوي غوښتنه کوي چې شفافیت او حساب ورکول په خپلو لومړیتوبونو کې شامل کړي، له خبریالانو خپل مشروعیت ترلاسه کړي، له دې پرته به دغه بنسټونه د خبریالانو پر وړاندې مشروعیت ونه لري.
په ورته وخت کې، د مصطفی شهریار په نوم یوه خبریال وویل، د خبریال له نوم ناوړه ګټه اخیستنه چې په هر دلیل وي، باید بنده شي، حاضر بنسټونه باید له خبریالانو مشروعیت ترلاسه کړي، له دې پرته به یې مشروعیت سلب شي.
نوموړي د کوم بنسټ د نوم له اخیستو پرته زیاته کړه، په دې وروستیو کې یو شمېر بنسټونو خبریالانو ته لنډمهاله او د ژورنالیستيکو اصولو خلاف کورسونه جوړ کړي، ټولنې ته غیر مسلکي خبریالانو وړاندې کوي، چې خبریالانو او د رسنیو ټولنې ته سپکاوی دی، او دغه ډله په خپله نننۍ عدالت غوښتنه کې له یادو بنسټونو غواړي چې ژر تر ژره دغه بهیر بند کړي.
هغه همدارنګه وویل، د خبریالانو د ملاتړ او نړیوال بنسټونه باید په هغو بنسټونو چې په خپل سر جوړ شوي، باور ونه کړي؛ نړیوال بنسټونه باید په افغانستان کې د پاتې خبریالانو لپاره کار وکړي؛ د یو ځانګړي میکانیزم په اساس یې مرسته ورسره وکړي او هڅه وکړي چې خبریالانو په ځانګړې توګه ښځینه خبریالانو ته د کار زمینه برابره کړي.
هغه زیاته کړه، ټول دغه خبریالان د خبریالانو له خوا د یوه خپلواک بنسټ د رامنځته کېدو غوښتنه کوي چې نور بنسټونه یې تر چتر لاندې فعالیت وکړي.
[/restrict]
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP