جلال اباد (پژواک، ۵ غويی ۱۴۰۱): د ننګرهار ولایت د درېيمې پلې لواء په انګړ کې د استقلال په نوم يوې نوې راډيو خپرونې پېل کړې.
چارواکي وايي، دا راډيو به د اف ام پر ۸۸،۵ څپو خپرونې کوي.
د ننګرهار ولايت مقام رسنيو دفتر په يوې خپرې کړې اعلاميې کې ويلي چې د ۲۰۱ خالد بن وليد قول اردو اړوند په درېيمې پلې لوا کې د استقلال په نوم يوې نوې راډيو خپرونې پېل کړې.
په خبرپاڼه کې د درېيمې پلې لوا قوماندان محمد نظامي له قوله راغلي چې د دغې راډيو له لارې به د اسلامي خپرونو ترڅنګ د قول اردو د فعالیتونو په اړه معلومات خپرېږي.
تر دې وړاندې د اف ام په دې څپې باندې د بيان په نوم راډيو خپرونې کولې.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP