ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په ننګرهار کې د حکومت اړوند یوې نوې راډیو خپرونې پېل کړې

په ننګرهار کې د حکومت اړوند یوې نوې راډیو خپرونې پېل کړې

author avatar
25 Apr 2022 - 14:58
په ننګرهار کې د حکومت اړوند یوې نوې راډیو خپرونې پېل کړې
author avatar
25 Apr 2022 - 14:58

جلال اباد (پژواک، ۵ غويی ۱۴۰۱):  د ننګرهار ولایت د درېيمې پلې لواء په انګړ کې د استقلال په نوم يوې نوې راډيو خپرونې پېل کړې.

چارواکي وايي، دا راډيو به د اف ام پر ۸۸،۵ څپو خپرونې کوي.

د ننګرهار ولايت مقام رسنيو دفتر په يوې خپرې کړې اعلاميې کې ويلي چې د ۲۰۱ خالد بن وليد قول اردو اړوند په درېيمې پلې لوا کې د استقلال په نوم يوې نوې راډيو خپرونې پېل کړې.

په خبرپاڼه کې د درېيمې پلې لوا قوماندان محمد نظامي له قوله راغلي چې د دغې راډيو له لارې به د اسلامي خپرونو ترڅنګ د قول اردو د فعالیتونو په اړه معلومات خپرېږي.

تر دې وړاندې د اف ام په دې څپې باندې د بيان په نوم راډيو خپرونې کولې.

Visits: 151

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.