کابل (پژواک، ۷ غویی ۱۴۰۱) : د راپورونو له مخې، بلجیم د سلګونو افغانانو د کډوالۍ عریضې رد کړې او ښایي بیرته یې کابل ته ولیږي.
د کډوالو په تړاو د معلوماتو خپروونکې ویب پاڼې (انفو میګرینټس) د راپور له مخې، کیدای شي دغه سلګونونه افغانان بیرته خپل هیواد ته ولیږدول شي، چیرته چې امنیت اوس ښه شوی دی.
سرچینې زیاته کړې، د ۲۰۲۲ کال په مارچ میاشت کې د بلجیم د کډوالو ادارې د نږدې دوه زره کډوالو د عریضو په اړه تصمیمونه ونیول چې له یادې شمیرې څخه یې د ۱۵۰۰ کسانو عریضې رد شوې دي.
بلخوا د بلجیم یوه تلویزیون (وي آر ټي) خبر ورکړی ، د کومو کسانو عریضې چې رد شوي، ۳۰ سلنه یې افغانان دي.
سرچینې زیاته کړې چې د افغانانو د کډوالۍ د عریضې ردولو لامل په افغانستان کې د امنیتي حالت ښه کیدل ښودل شوی دی.
د بلجیم د کډوالو ادارې کمشنر ډیرک ډین بلک ویلي : ” موږ په تیرو شپږو میاشتو کې د افغانستان حالات ارزولي دي، هلته امنیتي پيښې شته، خو په لویه کچه نشته دي. ”
هغه زیاته کړې چې په افغانستان کې هدفي وژنې هم کمې شوې دي.
بلخوا د بلجیم د کډوالۍ چارو وزیر سمیع مهدی ویلي ، په کومو سیمو کې چې امنیتي ګواښ زیات وي، دوی د هغو سیمو کډوال بیرته نه لیږي.
خو هغه زیاته کړه، چې دوی هره ورځ او هره اونۍ دا فغانستان د حالاتو ارزونه کوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP