ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بلجیم د سلګونو افغانانو د کډوالې عریضې رد کړې

بلجیم د سلګونو افغانانو د کډوالې عریضې رد کړې

author avatar
28 Apr 2022 - 00:26
بلجیم د سلګونو افغانانو د کډوالې عریضې رد کړې
author avatar
28 Apr 2022 - 00:26

کابل (پژواک، ۷ غویی ۱۴۰۱) :  د راپورونو له مخې، بلجیم د سلګونو افغانانو د کډوالۍ عریضې رد کړې  او ښایي بیرته یې کابل ته ولیږي.

د کډوالو په تړاو د معلوماتو خپروونکې ویب پاڼې (انفو میګرینټس) د راپور له مخې، کیدای شي دغه سلګونونه افغانان بیرته خپل هیواد ته ولیږدول شي، چیرته چې امنیت اوس ښه شوی دی.

سرچینې زیاته کړې، د ۲۰۲۲ کال په مارچ میاشت کې د بلجیم د کډوالو ادارې د نږدې دوه زره کډوالو د عریضو په اړه تصمیمونه ونیول چې له یادې شمیرې څخه یې د ۱۵۰۰ کسانو عریضې رد شوې دي.

بلخوا د بلجیم یوه تلویزیون (وي آر ټي) خبر ورکړی ، د کومو کسانو عریضې چې رد شوي، ۳۰ سلنه یې افغانان دي.

سرچینې زیاته کړې چې د افغانانو د کډوالۍ د عریضې ردولو لامل په افغانستان کې د امنیتي حالت ښه کیدل ښودل شوی دی.

د بلجیم د کډوالو ادارې کمشنر ډیرک ډین بلک ویلي : ” موږ په تیرو شپږو میاشتو کې د افغانستان حالات ارزولي دي، هلته امنیتي پيښې شته، خو په لویه کچه نشته دي. ”

هغه زیاته کړې چې په افغانستان کې هدفي وژنې هم کمې شوې دي.

بلخوا د بلجیم د کډوالۍ چارو وزیر سمیع مهدی ویلي ، په کومو سیمو کې چې امنیتي ګواښ زیات وي، دوی د هغو سیمو کډوال بیرته نه لیږي.

خو هغه زیاته کړه، چې دوی هره ورځ او هره اونۍ دا فغانستان د حالاتو ارزونه کوي.

Visits: 653

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.