ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د جوزجان شاوخوا ۴۰۰ ښځې د مرخېړيو کرلو له درکه ځان بسیاینې ته رسېدلې

د جوزجان شاوخوا ۴۰۰ ښځې د مرخېړيو کرلو له درکه ځان بسیاینې ته رسېدلې

author avatar
2 May 2022 - 14:10
د جوزجان شاوخوا ۴۰۰ ښځې د مرخېړيو کرلو له درکه ځان بسیاینې ته رسېدلې
author avatar
2 May 2022 - 14:10

شبرغان (پژواک، ۱۲ غویی ۱۴۰۱): یو شمېر جوزجانۍ مېرمنې د مرخېړیو کرلو له لارې ځان بسیاینې ته رسېدلې دي او له حکومته یې غواړي څو د نورو سبو کرلو په برخه کې روزنه ورکړي.

د کرنې او مالدارۍ او اوبو لګولو وزارت له تېرو شپږو کلونو راهیسې په جوزجان ولایت کې د ښځو لپاره روزنیز پروګرام پیل کړی چې  تر اوسه ۳۸۰ مېرمنې پکې روزل شوې دي.

مرغوبه یوه له هغو مېرمنو ده چې د مرخېړیو په کرلو خپل ژوند تېروي او وایي: «زه له هغو جوزجانۍ ښځو یم چې د لومړي ځل لپاره مې مرخېړي وکرل او اته ځله مې حاصلات ترلاسه کړل. »

هغې په دوام کې وایي، د پلور په برخه کې له ستونزو سره مخ ده؛ یعنې په بازار کې یې پلور کم دی.

نوموړې وایي، هغه حاصل چې اخلي، د کورنۍ اقتصادي وضعیت یې ورسره ښه شوی دی.

هغې زیاته کړه: «د کرنې له وزارته غواړو څو د روزنې پروګرامونه ډېر کړي، څو وکولای شو تولیدات ډېر کړو.»

په همدې حال کې د شبرغان د (تنکه) سیمې اوسېدونکې خدیجه وایي: «د کرنې ریاست له لومړۍ ورځې راهیسې په روزنیز پروګرام کې شاملې کړې یو او له موږ سره یې مرسته کړې، موږ ته یې د دغه بوټي د کرلو لپاره وړیا وسایل راکړي او د دوی ګرځنده سیار ټیمونه تل موږ سره مرسته کوي.»

نوموړي زیاته کړه، په کومه سیمه کې چې اوسېږي، ۱۵ نورې ښځې هم د مرخېړیو په کرنه بوختې دي.

هغه وایي: «موږ چې د مرخېړیو په کرنه بوختې یو، د کال له پیله تر اوسه مو دوولس ځلې له خپل کښته حاصلات ترلاسه کړي او له دې لارې هرې یوې څه باندې ۱۰زره افغانۍ ګټه ترلاسه کړې ده.»

نوموړې په داسې حال کې چې ویل یې، له کوم وخته یې چې د مرخېړیو کرنه پیل کړې، اقتصادي وضعیت یې ښه شوی او له خپله کاره راضي ده، زیاته کړه: «له دولته غواړو څو د نورو بوټو کرنه هم موږ ته زده کړي او ډېره لېواله یم چې هر ډول بوټي وکرم.»

د جوزجان د کرنې رییس قاري عبدالله انصار پژواک خبري اژانس ته وویل، شپږ کاله مخکې یې د مرخېړیو د ازمایښتي کرنې لپاره ۱۵ ښځې  په یوه روزنیز پروګرام کې شاملې کړې وې.

هغه زیاته کړه: «د لومړي ځل لپاره چې دغه بوټی په جوزجان کې وکرل شو، ښه پایله ورکړه او د دغه بوټي د ودې لپاره، موږ د بېوزلو کورنیو ډېرې ښځې تر پوښښ لاندې راوستې چې دغو ښځو هم له یاده کښته مثبته پایله اخیستې ده.

هغه دغه راز راز وویل ، د کرنې د ځینو بنسټونو سره یو ځای د مرخېړیو د پېر او پلور لپاره له یادو ښځو سره همکاري کوي.

نوموړی وایي: «د ښځو له خوا د مرخېړیو د کښت زیاتېدل د دې لامل شو چې موږ د مرخېړیو ادارې په ترکیب کې د مرخېړیو د تخم چمتوو کولو ته هم پام ډېر کړ چې کولی شي د دغه نبات تخم د بلخ، سرپل، فاریاب او جوزجان کروندګرو ته چمتو او ورکړو.

هغه يادونه وکړه، اوسمهال په شبرغان ښار کې ٣٨٠ مېرمنې د مرخېړیو په کرلو بوختې دي او له دې لارې خپل ژوند پر مخ بیايي.

Visits: 138

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.