ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې د چت لوېدو پېښه کې اتو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

ننګرهار کې د چت لوېدو پېښه کې اتو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

author avatar
7 May 2022 - 10:55
ننګرهار کې د چت لوېدو پېښه کې اتو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
author avatar
7 May 2022 - 10:55

جلال اباد (پژواک، ۱۷ غويی ۱۴۰۱): د ننګرهار په چپرهار ولسوالۍ کې د يوه کور د خونې چت لوېدو پېښه کې ۸ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

دا پېښه تېره شپه د یادې ولسوالۍ په غزو سيمه کې شوې ده.

د چپرهار ولسوالۍ امنيه قوماندان مولوي بدرالدين د غويي په ۱۷مه پژواک اژانس ته وويل چې د دې ولسوالۍ په غزو سيمه کې تېره شپه د يوې غريبې کورنۍ د خونې چت لوېدلی دی.

هغه وايي، په پېښه کې د دې کورنۍ اتو غړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، د ناصرخان د کور چت لوېدو پېښه کې دوه نجونې او دوه ښځې مړې شوې، دوه نجونې، يوه ښځه او يو ماشوم ټپيان شوي دي.

دی وايي چې سيمې ته يې امنيتي کسان د مرستې لپاره لېږلي، ټپيان روغتون ته لېږدول شوي او د کلي خلکو ته د مړو د تدفين سپارښتنه شوې ده.

د سيمې يوه اوسېدونکي مجيب الرحمن مومند پژواک اژانس ته وويل چې پېښه په  يوې غريبې کورنۍ کې شوې ده.

هغه زياته کړه چې د کور چت له ډېر وخت راهیسې خراب و خو کورنۍ يې د جوړولو توان نه درلود ځکه له دې پېښې سره مخ شول.

د يادونې ده، له دې مخکې هم په کراتو ورته پېښې په ننګرهار کې شوې دي.

Views: 57

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.