ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

«د کرونا له امله د بوی ورک شوي حس بېرته راګرځېدو کې د (A) ویټامین اغېز تر څېړنې لاندې دی»

«د کرونا له امله د بوی ورک شوي حس بېرته راګرځېدو کې د (A) ویټامین اغېز تر څېړنې لاندې دی»

author avatar
11 May 2022 - 17:55
«د کرونا له امله د بوی ورک شوي حس بېرته راګرځېدو کې د (A) ویټامین اغېز تر څېړنې لاندې دی»
author avatar
11 May 2022 - 17:55

کابل (پژواک، ۲۱ غویی ۱۴۰۱): د طب برخې پوهان د کرونا ناروغۍ له امله د بوی ورک شوي حس بېرته راګرځېدو په تړاو د (A) ویټامین اغېز په اړه د خپرو شوو مطالبو په اړه وایي، د دې موضوع په اړه تر اوسه څېړنې روانې دي.

ځیني خبري اژانسونه وایي، د کرونا له امله د رغېدلو ناروغانو د بوی ورک شوي حس د بېرته راګرځولو لپاره د ويټامین (اې) څاڅکي ګټور دي.

 اقتصاد نړۍ د ډیلي مېل په حواله راپور ورکړی، د انګلیستان د ختیځ (UEA) پوهنتون څېړونکي پر دې باور دي چې د پزې لپاره د ويټامین (اې) څاڅکي کولای شي د کوويډ- ۱۹ له ناروغانو سره د بوی حس بېرته ترلاسه کولو کې مرسته وکړي.

په دې څېړنه کې انګلیستاني پوهانو د پزې لپاره دغه ويټامین لرونکي څاڅکي پر کرونا اخته ناروغانو له ازمویلو وروسته ومونده چې دا څاڅکي د کوويډ- ۱۹ له ناروغانو سره د هغوی د بوی ورک شوي حس په بېرته فعالېدو که مهم رول لري.

ایران انلاین ويب‌سایټ د «له اې ویټامین جوړ څاڅکي د کرونایي ناروغانو د بوی ورک شوي حس بېرته رغېدو لپاره نسخه» تر عنوان لاندې د مطلب په خپرولو سره ویلي، پوهانو اعلان وکړ چې د اې ويټامین څاڅکي کولای شي د کرونایي ناروغانو د بوی ورک شوی حس بېرته راوګرځوي.

د ایران انلاین راپور له مخې، دا مهال هم په میلیونونو بېرته رغېدلو کرونایي ناروغانو خپل د بوی حس له لاسه ورکړی دی.

د «سرویس ترجمۀ ایمنا» د راپور له مخې، د بوی حس له لاسه ورکول د کوويډ-۱۹ ناروغۍ یوه له لویو نښو ده؛ خو د کرونا ویروس له خپرېدو مخکې نور ویروسونه هم د بوی له لاسه ورکولو لامل کېدل، د ډېری کسانو د بوی حس له څو اوونیو تېرېدو وروسته په طبیعي ډول بېرته ښه کېږي او ځیني مهال دغه اختلال د اوږدې مودې لپاره دوام کوي.

د څېړونکو یوې ډلې له کرونا د بېرته رغېدلو ناروغانو د بوی ورک شوي حس بېرته راګرځېدو په اړه د اې ويټامین د اغېز په اړه جدي مطالعه وکړه او هغه کسان چې پر کوويډ-۱۹ ناروغۍ د اخته کېدو له امله یې د بوی حس له لاسه ورکړی، وارزول شول؛ د دې مطالعې ترسره کوونکي پر دوو ډلو ووېشل شول چې لومړۍ ډلې د اې ویټامین څاڅکي وکارول.

د څېړنو پایلو وښوده، یو شمېر ‎هغو کسانو چې د پزې لپاره یې د اې ويټامین څاڅکې کارولي وو چې ورسره د بوی ورک شوی حس یې بېرته ښه شو، د بلې ډلې په نسبت دوه برابره وو چې دغه څاڅکي یې نه وو کارولي. څرنګه چې د بوی حس له لاسه ورکول د خلکو د ژوند پر کیفیت د پام وړ اغېز کوي، نو اړینه ده چې په دې اړه ډېرې څېړنې وشي، څو ترلاسه شوې پایلې تایید شي.

دغه راز اېنډېپندنټ فارسي هم دې موضوع ته په اشارې ویلي، د انګلیستان د ختیځ (یو.اې. اي) پوهنتون متخصصین به د (Apollo) په ۱۲ اوونیزه ارزونه کې وڅېړي چې د پزې څاڅکې څه ډول کولای شي د ویروس له امله د پزې د تخریب شوي نسج په بېرته ترمیم کې مرسته وکړي. د دغه پوهنتون د اعلان له مخې، په جرمني کې یوې څېړنې ښودلې چې ښایي دغه ویټامین ګټور وي.

ایا ويټامین (اې) د بو حس بېرته راګرځولای شي؛ په دې اړه ډاکتران څه وايي؟

د داخله ناروغیو معالج عارف يعقوبي پژواک ته وویل، د هرې ناروغي له امله چې د بوی حس ته زیان واوړي، ډاکتران يې د درملنې لپاره د اې ويټامين سپارښتنه کوي؛ ځکه یاد ويټامین د بوی حس بېرته رغوي او د دغه حس په بېرته راکرځېدو کې مرسته کوي.

هغه زیاته کړه: «اې ويټامین په غوړو کې حل شوی محلول دی چې په غوړو کې منحل کېږي او طبیعي سرچینې یې شیدې، هګۍ، کچالو، کدو او زردالو دي.»

نوموړي زیاته کړه، د دغه ویټامین ډېر کارول په بدن کې د جانبي عوارضو لامل ګرځي او د سر درد، د زړه بدوالی او حتی مرګ د یاد ويټامین له جانبي عوارضو دي.

خو د عامې روغتیا وزارت مخکنی سلاکار ډاکتر بازمحمد شېرزاد وایي: «بریتانوي څېړونکي وايي، د ويټامین (A) څاڅکي ښایي د کوويډ-۱۹ له امله د ځینو ناروغانو د بوی د ورک شوي حس په بېرته راګرځېدو قادر وي؛ خو د دې موضوع په اړه تر اوسه څېړنې روانې دي او لا وروستۍ شوې نه دي.»

نوموړي زیاته کړه، ويټامین (A) ته ریټینول هم ویل کېږي او دغه ويټامین د ناروغیو او میکروبونو پر وړاندې د انسان د بدن په طبیعي دفاع کې ښه کار کوي.

د هغه په وینا، د اې ويټامین یوه ګټه دا ده، په هره اندازه چې بدن ورته اړتیا ولري، نو د راتلونکې استفادې لپاره ژر تر ژره په بدن کې ذخیره کېږي؛ دا په دې معنا ده چې تاسو هره ورځ ورته اړتیا نه لرئ.

پژواک خبري اژانس هڅه وکړه، څو په دې اړه د افغانستان د عامې روغتيا وزارت نظر هم له ځان سره ولري، خو له پرله پسې اړیکو سره سره پر نظر اخیستو وتوانېد.

Visits: 111

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.