ژبه

د افغانستان له ۱۹ کلنو کم‌عمره کرکټ ملي لوبډله نن له پاکستان سره پایلوبه کوي

کابل (پژواک، ۶ لېندۍ ۱۴۰۳): د افغانستان له ۱۹ کلونو کم‌عمره کرکټ ملي لوبډله د یو ورځنیو سیالیو په درې اړخیزه لوبلړۍ کې نن له پاکستان سره پایلوبه کوي.

د افغانستان کرکټ بورډ ویلي، د هېواد له ۱۹ کلنو کم‌عمره کرکټ ملي لوبډله په درې اړخیزه لوبلړۍ کې نن له پاکستان لوبډلې سره پایلوبه ترسره کوي.

کرکټ بورډ زیاته کړې، دا لوبه به د افغانستان په وخت د سهار په لسو بجو په متحده عربي اماراتو کې ترسره شي.

د افغانستان، متحده عربي اماراتو او پاکستان له ۱۹ کلنو کم‌عمره کرکټ لوبډلو ترمنځ درې اړخیزه لوبلړۍ د روانې نومبر میاشتې په ۱۳مه په متحده عربي اماراتو کې پیل شوې ده.

په یادو درې اړخیزو سیالیو کې افغانستان له دې مخکې څلور لوبې ترسره کړې دي چې په لومړۍ لوبه کې یې پاکستان او په دویمه لوبه کې یې متحده عربي اماراتو لوبډلې ته ماتې ورکړې، خو درېیمه لوبه یې پاکستان ته بایلوده او په څلورمه لوبه کې یې بیا د اماراتو لوبډلې ته ماتې ورکړه.