ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د خبریالانو نړیوال فدراسیون: د هرات نظامي محکمې یو خبریال پر یو کال بند محکوم کړی

د خبریالانو نړیوال فدراسیون: د هرات نظامي محکمې یو خبریال پر یو کال بند محکوم کړی

author avatar
13 May 2022 - 00:11
د خبریالانو نړیوال فدراسیون: د هرات نظامي محکمې یو خبریال پر یو کال بند محکوم کړی
author avatar
13 May 2022 - 00:11

کابل (پژواک، ۲۲ غبرګولی ۱۴۰۱): د خبریالانو نړیوال فدراسیون وایي چې د افغانستان په هرات ولایت کې یوې نظامي محکمې د خالد قادري په نوم یو ځایي خبریال پر یو کال بند محکوم کړی دی.

د دغه فدراسیون (ای اېف جي) له خوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، خالد قادري د هرات د استخباراتو له خوا شاوخوا دوه میاشتې مخکې نیول شوی و او تر اوسه په بند کې دی.

سرچینې زیاته کړې، استخباراتو خالد قادري “بهرنیو مطبوعاتو ته د جاسوسۍ” او په ټولنیزو شبکو کې “پر طالبانو د نیوکو کولو” له امله نیولی او محاکمه شوی خو د هغه د جرم په هکله یې څه نه دي ویلي.

د یاد فدراسیون په خبرپاڼه کې راغلي: “د خبریالانو نړیوال فدراسیون د طالبانو د نظامي محکمې له خوا د خالد قادري نیول کېدل او محاکمه کېدل غندي او په سملاسي توګه یې د خوشي کېدو غوښتنه کوي.”

بلخوا د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد امریکا غږ ته ویلي چې قادري د “خبریالۍ په کوم جرم” تورن نه و، بلکې د هرات لومړنۍ محکمې د “جنایي جرم” له امله پر سزا محکوم کړی دی.

د خبریالانو نړیوال فدراسیون پر سرپرست حکومت غږ کړی چې په افغانستان کې د خبریالانو ځورول او ربړول بند کړي.

د دغه سازمان د معلوماتو له مخې، د نوي حکومت له راتلو وروسته په افغانستان کې خبریالان له ګواښونو، سختو محدودیتونو او پر خپلسرې توګه له نیول کېدو سره مخ دي.

د افغانستان د ازادو ژرونالېستانو اتحادیې (AIJA) هم د ډېرو رسنیو له بندېدو خبر ورکړی او ویلي یې وو چې په تېرو  ۸ میاشتو کې په افغانستان کې شاوخوا ۲۷۲ مطبوعاتي شبکو خپرونې بندې کړې دي.

 

Visits: 87

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.