ګردېز (پژواک، ٢٥ غويى ١٤٠١): د پکتيا پوهنتون يو شمېر محصلينې وايي چې حجاب د افغان ښځو ملي او ديني ارزښت دى او په دې برخه کې د حکومت د پرېکړې ملاتړ کوي.
څه موده مخکې حکومت د حجاب په اړه يوه تطبيقي طرحه وړاندې کړه چې له مخې یې بايد حجاب مراعات کړي.
د اړوندې موضوع په اړه د پکتيا پوهنتون يو شمېر ښځينه محصلينو نن غونډه جوړه کړې وه.
د يادې غونډې يوې ګډونوالې زهرا محمدي وويل: ((موږ د حکومت د هغې پرېکړې هرکلی کوو چې د حجاب په اړه يې کړې او له ټولو ښځو مو هيله دا ده چې په پلي کولو کې يې زيات کوښښ وکړي.))
نوموړې وايي، که څه هم افغان ښځو پخوا هم حجاب مراعات کړى خو په لږ توپير سره د حکومت طرحه جامع او د ټولو ښځو لپاره ګټوره ده.
د محمدي په خبره، افغانان په يوه اسلامي ټولنه کې ژوند کوي نو ښځو ته يې پکار ده چې حجاب مراعات کړي.
د يادې غونډې يو بلې ګډونوالې وريښمين شاهين وويل: ((داچې په دې وروستيو کې د حکومت له لوري د حجاب په اړه نوې پرېکړه شوې، موږ د دې پرېکړې هرکلی کوو او د ښځو لپاره يې ګټوره بولو.))
نوموړې وويل، هغه ادارې او شخصيتونه چې د حجاب د نوې پرېکړې په اړه مخالفت لري، دا د هغوی شخصي نظر دی، د ټولو ښځو په ارادې پورې اړه نه لري.
د شاهين په خبره، د حجاب پرېکړه د ټولو افغان ښځو په ګټه ده او ټول يې بايد پر ځان عملي کړي.
دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې په کابل کې يو شمېر ښځو له يادې طرحې سره مخالفت ښودلى و او ويلي یې وو چې دغه طرحه د ښځو له حقونو سره زياتى دى.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP