ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ایران سفیر: که افغانستان زموږ اړتیاوې پوره کړي، له نورې نړۍ کرنيز واردات دروو

د ایران سفیر: که افغانستان زموږ اړتیاوې پوره کړي، له نورې نړۍ کرنيز واردات دروو

author avatar
16 May 2022 - 22:17
د ایران سفیر: که افغانستان زموږ اړتیاوې پوره کړي، له نورې نړۍ کرنيز واردات دروو
author avatar
16 May 2022 - 22:17

کابل (پژواک، ۲۶ غویی ۱۴۰۱):  په کابل کې د ایران سفیر وایي، که افغانستان یې کرنیزې اړتیاوې پوره کړي، نو دوی به له نورې نړۍ څخه کرنیز  واردات ودروي.

د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت لخوا د غویي په ۲۶مه، په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ایران سفیر دغه څرګندونې ددغه وزارت له مرستیال مولوي صدراعظم سره دلیدنې پر مهال کړې دي.

سرچینې زیاته کړې، د ایران سفیر په دغه کتنه کې په افغانستان کې د کرنې او مالدارۍ په برخه کې د پانګونې لپاره د خپل هېواد چمتووالی اعلام کړ.

په خبرپاڼه کې راغلي، امينيان د افغانستان او ايران ستونزې يو ډول وبللې او ويې ويل چې دواړه هیوادونه تر اقتصادي بندیزونو لاندې دي .

هغه زیاته کړې، د کډوالو ، د نشه یي توکو کرکيلې او قاچاق دواړه ګاونډي هیوادونه زيانمن کړي او دواړه هېوادونه باید په ګډه کار وکړي.

د ایران سفیر وویل، هیواد یې چمتو دی چې د افغانستان د کرنې په برخه کې همکاري وکړي.

نوموړي افغانستان د ايران لپاره د کرنيزو محصولاتو ښه بازار وباله او ويې ويل، چې اوسمهال د دغه هېواد څه باندې ٨ ميليارده ډالره د کرنې او مالدارۍ په محصولاتو او له لرې پرتو هېوادونو څخه پر وارداتو لګېږي.

د امینیان په وینا، که افغانستان دغه توکي برابر کړي، ایران به د نړۍ له نورو هېوادونو څخه توکي ونه پېري.

نوموړي دغه راز له افغانستان سره د سوداګریزو اړیکو د پراختیا په اړه هم خبرې وکړې او یادونه یې کړې چې ایران د کرنې، مالدارۍ او بڼوالۍ په برخه کې د افغانستان له کروندګرو او بڼوالو سره هر ډول همکارۍ ته چمتو دی او په راتلونکي کې یې د اسانتیاوو د برابرولو او د هغوی د محصولاتو د پیرودلو ډاډ ورکړی دی.

په همدې حال کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مسلکي مرستیال مولوي صدراعظم په کابل کې د ایران سفیر ته ډاډ ورکړ چې افغانستان  په بېلابېلو برخو کې هر ډول همکارۍ او اسانتیاوو برابرولو ته چمتو دی.

هغه وویل،  ایران پرمختللي کرنيز وسایل او ماشین الات  لري او کولای شي د افغانستان د اقتصادي ستونزو د حل لپاره د افغانستان له اسلامي امارت او بزګرانو  سره همکاري وکړي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.