کابل(پژواک ۲۶ غويى ۱۴۰۱): د افغانستان سرپرست حکومت د پنځو نورو بنسټونو اداري تشکیلات لغوه اعلان کړي، خو دا یې نه دي ویلي چې د دغو بنسټونو د کارکوونکو برخلیک به څه وي .
د سولې عالي شورا، د اساسي قانون پر تطبیق د څار کمیسیون، د مشرانو
جرګې دارالانشا، د ولسي جرګې دارالانشا او ملي امنیت شورا نور هغه بنسټونه دي چې د سرپرست حکومت یې د اداري تشکیلانو د لغوه کولو اعلان کړی دی.
د تشکيلاتو او معاشونو د تنظيم کميسيون له لوري په يوه خپور شوي مکتوب کې، ويل شوي : “د امیرالمومنین د شفاهي امر پر بنسټ یاد بنسټونه د ۱۴۰۱ کال له وري میاشتې لغوه دي”.
تر اوسه د حکومت ویاندویانو په دې اړه رسمي څه نه دي ويلي خو په دې اړه په ټولنیو شبکو کې خپور شوی مکتوب د رييس الوزرا ملا محمد حسن له لوري لاسليک شوى دى.
د يادونې ده چې حکومت تر دې وړاندې د ټاکنو او شکایتونو خپلواک کمېسیون او د سولې او پارلماني چارو وزارتونه هم لغوه اعلان کړي وو.
د معاشانو او تشکيلاتو د تنظيم کميسون مشري د سرپرست حکومت د رییس الوزراء دویم مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي کوي.
تر اوسه حکومت نه دي ویلي چې دیاد بنسټونو د کارکوونکو برخلیک به څه ډول وي، په کورونو به کښیني او یا نورو ادارو کې جذبیږي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP