ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سرپرست حکومت د پنځو بنسټونو تشکیلات لغوه اعلان کړل

سرپرست حکومت د پنځو بنسټونو تشکیلات لغوه اعلان کړل

author avatar
16 May 2022 - 23:31
سرپرست حکومت د پنځو بنسټونو تشکیلات لغوه اعلان کړل
author avatar
16 May 2022 - 23:31

کابل(پژواک ۲۶ غويى ۱۴۰۱): د افغانستان سرپرست حکومت د پنځو نورو بنسټونو اداري تشکیلات لغوه اعلان کړي، خو دا یې نه دي ویلي چې د دغو بنسټونو د کارکوونکو برخلیک به څه وي .

د سولې عالي شورا، د اساسي قانون پر تطبیق د څار کمیسیون، د مشرانو

جرګې دارالانشا، د ولسي جرګې دارالانشا او ملي امنیت شورا نور هغه بنسټونه دي چې د سرپرست حکومت یې د اداري تشکیلانو د لغوه کولو اعلان کړی دی.

د تشکيلاتو او معاشونو د تنظيم کميسيون له لوري په يوه خپور شوي مکتوب کې، ويل شوي :  “د امیرالمومنین د شفاهي امر پر بنسټ یاد بنسټونه د ۱۴۰۱ کال له وري میاشتې لغوه دي”.

تر اوسه د حکومت ویاندویانو په دې اړه رسمي څه نه دي ويلي خو په دې اړه په ټولنیو شبکو کې خپور شوی مکتوب د رييس الوزرا ملا محمد حسن له لوري لاسليک شوى دى.

د يادونې ده چې حکومت تر دې وړاندې د ټاکنو او شکایتونو خپلواک کمېسیون او د سولې او پارلماني چارو وزارتونه هم لغوه اعلان کړي وو.

د معاشانو او تشکيلاتو د تنظيم کميسون  مشري د سرپرست حکومت د رییس الوزراء دویم  مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي کوي.

تر اوسه حکومت نه دي ویلي چې دیاد بنسټونو د کارکوونکو برخلیک به څه ډول وي، په کورونو به کښیني او یا نورو ادارو کې جذبیږي.

Visits: 2579

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.