ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هېواد کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې دوه برابره ډېرې شوې دي 

هېواد کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې دوه برابره ډېرې شوې دي 

author avatar
17 May 2022 - 18:28
هېواد کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې دوه برابره ډېرې شوې دي 
author avatar
17 May 2022 - 18:28

کابل (پژواک، ۲۷ غویی ۱۴۰۱): د عامې روغتیا وزارت وایي، د روانې مېلادي میاشتې په وروستیو دوو اوونیو کې پر کرونا ویروس اخته د مثبتو پېښو ناروغانو شمېر له دوه برابره او د مړینې شمېر درې برابره لوړ شوی دی.

د کرونا ویروس چې د لومړي ځل لپاره دوه کاله مخکې د چین په وهان ښار کې او بیا نږدې په ټوله نړۍ کې خپور شو؛ تراوسه په ټوله نړۍ کې سلګونه میلیونه کسان پر دغه ویروس اخته او له څلور میلیونو ډېر ترې مړه شوي دي.

په افغانستان کې پر دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر تر ۱۹۷ زرو اوښتی

د عامې روغتيا وزارت وياند ډاکټر جاوېد هژیر پژواک خبري اژانس ته وويل، د کووېډ-۱۹ ناروغۍ له پيله تراوسه ټولټال ٩٥١٤٦٢ نمونې اخيستل شوې چې له دې ډلې ١٧٩٢٧٩ مثبتې پېښې ثبت شوې او ١٦٢٢٠٢ کسان بېرته له دې ناروغي رغېدلي او ۷۶۹۱ کسان یې له امله مړه شوي دي.

هغه وايي، په تېرو دوو کلونو کې په افغانستان او نړۍ کې د کرونا ويروس له پيل راهیسې، د پسرلي او ژمي له پيل سره د کرونا ناروغۍ د مثتبو پېښو په شمېر کې زیاتوالی راځي.

مثبتې پېښې څه باندې دوه برابره ډېرې شوې دي

د عامې روغتیا وزارت ویاند وویل، د مې میاشتې په لومړۍ اوونۍ کې ۱۱۶ مثبتې او ۲ د مړینې پېښې، خو د دې میاشتې په دویمه اوونۍ کې ۲۶۲ مثبتې او شپږ د مړینې پېښې ثبت شوې دي.

نوموړي وویل، که د یادو دواړو اوونیو مثبتې پېښې سره پرتله شي، د دې میاشتې د لومړۍ اوونۍ په پرتله په دویمه اوونۍ کې د مثبتو پېښو په شمېر کې ۲،۲ سلنه ډېروالی او د مړینو په پېښو کې درې برابره زیاتوالی ښيي.

د ډاکټرانو په وینا چې په هر موسم کې، یعني د هوا سوړوالي موسم له پیل سره د مثبتو پېښو شمېر ډېریږي؛ خو د سړې هوا په بېرته کمېدو سره پېښې کنټرولېږي؛ خو کله چې هوا ګرمېږي، د مثبتو پېښو په شمېر کې بیا زیاتوالی راځي.

هژیر وایي، که څه هم چې په جنورۍ، فبرورۍ، مارچ او اپرېل میاشتو کې ثبت شوې پېښې ښیي چې د کرونا ویروس مثبتې پېښې د روان کال د اپرېل په پرتله په جنورۍ میاشت کې له څلور برابره ډېرې کمې شوې وې، خو په مې میاشت کې بېرته ډېروالی ښیي.

هغه زیاته کړه: «موږ په جنورۍ میاشت کې ۵۶۳۰ مثبتې پېښې درلودې او ۶۰ کسان یې له امله مړه شوي وو؛ په فبرورۍ میاشت کې مو د دې ناروغۍ ۱۰۲۷۶ مثبتې پېښې ثبت کړې وې چې له ډلې یې ۱۸۴ کسان مړه شوي وو.»

د سرچینې د معلوماتو له مخې، په دغه وزارت کې د روان کال په مارچ میاشت کې، ۳۷۶۰ مثبتې او ۶۰ د مړینې پېښې، په اپرېل میاشت کې ۱۱۲۱ مثبتې او ۱۲ د مړینې پېښې ثبت شوې دي.

خو هژیر وایي، د روانې مېلادي میاشتې (مې) په تېرو ۱۶ ورځو کې ۳۸۰ مثبتې او ۸ د مړینې پېښې ثبت شوې دي.

نوموړي په دوو وروستیو اوونیو کې د مثبتو پېښو ډېروالی د اندېښنې وړ وباله او له خلکو یې وغوښتل چې د روغتیایي سپارښتنو مراعاتولو تر څنګ دې د کرونا ناروغۍ پر وړاندې خپل ځانونه واکسین کړي.

د یوه متر واټن مراعاتول، د ګڼې ګوڼې سرپټو ځایو ته له ورتګ ډډه، په اوبو او صابون په مکرر ډول د لاسونو مینځل، د ماسک کارول او په چاپېریال کې د مکروب ضد درملو شیندل له روغتیایي سپارښتنو دي چې پر کرونا د اخته کېدو مخنیوي لپاره د روغتیا نړیوال سازمان د طبي متخصصینو له لوري وړاندیز شوي دي او خلک یې باید مراعات کړي.

Visits: 123

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.