ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د طب متخصصین: د کرونا درملنې لپاره د زردچوبې اغېز کوم علمي اساس نه لري

د طب متخصصین: د کرونا درملنې لپاره د زردچوبې اغېز کوم علمي اساس نه لري

author avatar
18 May 2022 - 19:02
د طب متخصصین: د کرونا درملنې لپاره د زردچوبې اغېز کوم علمي اساس نه لري
author avatar
18 May 2022 - 19:02

کابل (پژواک، ۲۸ غویی ۱۴۰۱): د ټولنيزو شبکو او انټرنټي سايټونو کاروونکي د ځینو مطالبو په خپرولو سره وايي، پر کرونا د اخته کېدو مخنیوي لپاره د زردچوبې کارول ګټور دي؛ خو متخصصین یې بیا ردوي او وایي چې دا موضوع علمي بنسټ نه لري.

ایرنا خبري اژانس د «زردچوبه د کووېډ -۱۹ پر وړاندې پیاوړې وسله» تر عنوان لاندې راپور کې لیکلي، د څېړونکو نوې مطالعې ښیي چې په کورکمن (د زردچوبې اصلي ترکیب) کې موجود نانو سیسټمونه د کرونا د جدي ویروس په درملنه کې اغېزناک دي.

سرچینې لیکلي، د امریکایي څېړونکو نوې مطالعې ښیې چې په زردچوبه کې د کورکمن په نوم ترکیبونه کېدای شي د درملنې یوه برخه وي. د زردچوبې رنګ، بوی او خوند د کورکمن له امله دي. مخکنیو مطالعو وښوده چې کېداي شي له دې ترکیبه د ترخو خاطراتو د له منځه وړلو، د کولمو ارامولو او د زخمونو درملنې لپاره وکارول شي. دغه راز یاد ترکیب د مکروبي کېدو له کمولو او د وینې جریان ښه کولو سره، د مغز فعالیت د لا ښه کېدو لامل کېږي.

«رامک» انټر نټي پاڼې د «د زردچوبې په شیره سره د بدن د مقاومت لوړوالی» تر عنوان لاندې مطلب خپور کړی دی.

سرچینې لیکلي: «مخکې له پیله باید اشاره وکړو چې د دې مطلب په پای کې موږ د یوه خوندور، سالم او چټک څښاک چې د ځان او کورنۍ د بدن معافیت سیسټم په پیاوړي کولو کې مرسته وکړي، د برابرولو طریقه مطرح کړې او وړاندیز کوو چې په هېڅ ډول یې هېر نه کړئ.»

په ورته مهال، د ماه‌ناز په نوم یوه فېسبوک کاروونکې لیکلي: «د کرونا درملنې لپاره تر ټولو ښه لاره زردچوبه ده؛ که غواړي خوندي اووسئ، نو د ورځې د امکان تر حده له دې موادو استفاده وکړئ، خپل ځان او کورنۍ مو وژغورئ.»

ډاکټران په دې اړه څه وايي چې ایا زردچوبه د کرونا درملنې لپاره اغېزناکه ده او کنه؟

د ساري ناروغيو متخصص او د عامې روغتيا وزارت مخکني سلاکار ډاکټر بازمحمد شېرزاد د کرونا لپاره د زردچوبې د اغېز په اړه پژواک ته وويل: «ټولې لیکنې شخصي نطرونه دي او د نړیوالو بنسټونو له لوري دا چې طبي درملو ته اجازه ورکوي، د کرونا په اړه نه دي ثبت شوي.‎»

نوموړی وایي، زردچوبه یا کورکمن په پرله‌پسې طبي څېړنو کې چې په ۲۰۲۰ زیږدیز کال کې د مختلفو انساني ناروغیو او شرایطو په اړه ترسره شوې، د باکیفیته شواهدو له ترلاسه کولو پرته چې دا ماده د ناروغۍ ضد اغېز یا ځانګړی روغتیايي خوند لري، پای ته رسېدلې دي.‎

د هغه په ​​​​وینا، همداراز داسې شواهد شته چې د زردچوبې شیره ښایي د زنګون د درد نښو د کمولو لپاره ګټور وي.

دغه راز ډاکټر نبیل پاکطین د داخلی ناروغیو اسوشيت پروفیسور او د زړه ناروغیو فوق متخصص وایي، د کرونا درملنې لپاره د زردچوبې اغېز، علمي اساس نه لري او تر اوسه په دې اړه څېړنه نه ده شوې.

هغه زياته کړه، ځینې خلک د کرونا ناروغۍ درملنې لپاره ځينې خواړه، طبي او يوناني درمل کاروي؛ پداسې حال کې چې هیڅ ګټه نه لري.

هغه زیاته کړه، د کرونا پر مهال د بدن د مقاومت کچې د لوړولو لپاره کافي خوب، د مایعاتو مناسب څښل، مناسب خوراک، ورزش او د حفظ الصحې مراعاتول اړین دي.

په ورته مهال، د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکټر جاوید هژیر هم په دې اړه وايي، د هغو کسانو لپاره چې پر کرونا ویروس اخته کېږي، د سالمې تغذیې او مناسبو خوړو لکه سبزیجاتو او مېوو سپارښتنه کېږي، چې اغېز یې په ټوله نړۍ کې ثابت شوی دی.

هغه د دې پوښتنې په ځواب کې چې آیا زردچوبه د کرونا ناروغۍ لپاره ګټوره ده، وویل: «دا مورد علمي اړخ نه لري او باید د کرونا ناروغۍ د درملنې لپاره ځانګړي خواړه یا ماده ګټوره ونه بلل شي.»

خو هغه وايي، ټول خواړه خپلې ګټې لري او تر دې دمه ډېری هغه خواړه چې ویټامین سي او ویټامین اي لري او د بدن دفاعي سیستم پیاوړی کوي، اغېزناک ښودل شوي دي.

نوموړي هغه کسانو ته چې پر دې ناروغۍ اخته شوي، سپارښتنه وکړه وویل چې په دې وخت کې له مناسبو خوړو ګټه واخلي.

Visits: 131

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.