Pajhwok Afghan News

سویډن او فنلنډ په رسمي توګه د ناټو غړیتوب لپاره غوښتنلیکونه وسپارل

اټلانټا (پژواک، ۲۹ غویی ۱۴۰۱): د روسیې او ترکیې له کلک مخالفت سره سره، فنلنډ او سویډن د ناټو سازمان غړیتوب لپاره خپل غوښتنلیکونه سپارلي دي.

په بروکسل کې د ناټو سازمان له‌خوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د سویډن او فنلنډ سفیرانو نن په رسمي توګه خپل غوښتنلیکونه د سازمان سرمنشي جیمز سټولټنبرګ ته وسپارل.

د ناټو سرمنشي د دوی د غوښتنلیکونو ترلاسه کولو پر مهال ویلي چې د سیمې او د سازمان د غړو هېوادونو د امنیت لپاره دا یو ښه اقدام او پرمختګ دی.

هغه زیاته کړې، هر دولت اختیار لري چې د خپلې خوښې پرېکړې وکړي؛ سوېډن او فنلنډ په دیموکراتیکه توګه خپله خوښه انتخاب کړې ده.

سرمنشي ویلي، په سازمان کې د دغو دوو هېوادونو یو ځای کېدو سره به د ناټو امنیت نور هم پیاوړی شي.

هغه ژمنه وکړه چې ناټو سازمان به د یادو هېوادونو غړیتوب لپاره نورې پروسې ژر تر ژره ترسره کړي.

د ناټو سرمنشي ویلي، ټول غړي هېوادونه د سازمان له پراختیا سره موافق دي، خو د دغه سازمان بل غړي ترکیې له ناټو سره د سویډن او فنلنډ یو ځای کېدو پر وړاندې مخالفت ښودلی دی.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان دوه ورځې مخکې په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې فنلنډ او سویډن ترهګر ساتلي دي.

ده زیاته کړې چې دغه دوه هېوادونه د ترکیې وسله‌وال مخالفین (د کردانو ډله) پخپل هېواد کې ساتلي او د ترکیې پر ضد فعالیتونه کوي.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین هم یادو هېوادونو ته ګواښ کړی چې له ناټو سره یوځای نه شي.

Views: 77

Exit mobile version