ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تېره اونۍ بېلابېلو سرچینو په افغانستان کې د ستونزو د حل لپاره پر خبرو ټینګار وکړ

تېره اونۍ بېلابېلو سرچینو په افغانستان کې د ستونزو د حل لپاره پر خبرو ټینګار وکړ

author avatar
21 May 2022 - 18:59
تېره اونۍ بېلابېلو سرچینو په افغانستان کې د ستونزو د حل لپاره پر خبرو ټینګار وکړ
author avatar
21 May 2022 - 18:59

کابل (پژواک، ۳۱ غويی ۱۴۰۱): تېره اونۍ په داسې حال کې په افغانستان کې ۳۳ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده چې په دې اونۍ کې بېلابېلو کورنیو او بهرنیو سرچینو په دغه هېواد کې د ستونزو د حل لپاره پر خبرو ټینګار کاوه.

  • جاپان په کابل کې خپل سفارت بیا پرانیزي او هند هم په کابل کې د خپل سفارت پر پرانيستو غور کوي.
  • د روسیې د بهرنیو چارو وزیر: په افغانستان کې ستونزې باید د خبرو له لارې هوارې شي.
  • یوناما: افغانستان کې هیڅوک له جګړې او جنګي ډلو ملاتړ نه کوي.
  • د کورنیو چارو وزارت: اوس امریکا ته د دښمن په سترګه نه ګورو، له نړۍ سره ښې اړیکې غواړو.
  • په ترکیه کې افغان سیاستوالو شورا جوړه کړه او د ستونزو د حل لپاره یې پر مذاکره ټینګار وکړ.
  • حکومت: په بهر کې له افغان شخصیتونو سره د اړیکو او د هغوی د بېرته راستنولو لپاره کمېسیون کار پیل کړی.
  • د امر بالمعروف او نهی عن‌المنکر وزارت: انځوریزې رسنۍ دې د حجاب طرحه پلې کړي.
  • نړيوال بانک د افغانستان د عامې روغتيا وزارت لپاره ۱۵۰ میلیون امریکايي ډالر مرسته منظور کړه.
  • تېره اونۍ په افغانستان کې ۳۳ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

مرګ ژوبله

تېره اونۍ په افغانستان کې ۱۷ کسان وژل شوي او ۱۶ نور ټپيان دي.

د مرګ ژوبلې په یادو شمېرو کې د طبیعي پېښو مرګ ژوبله نه ده شامله.

د راپورونو له مخې، په لوګر کې ناپېژاندو وسله والو یو ځوان پر ډزو وژلی، په فارياب کې يوه ځوانه نجلۍ وژل شوې او په همدغه ولايت کې بيا يوه کس خپله خوښينه (د مېرمنې خور) وژلې ده.

دغه راز ناپېژاندو کسانو په کندهار کې يو ځوان وژلی، په زابل کې هم یو تنکی ځوان وژل شوی او غزني کې یوه کس خپل خسر وژلی او خواښې یې ټپي کړې وه. په غزني او فراه کې بيا د ناچاودې مرمۍ چاودنې دوه ماشومان ووژل او درې يې ټپيان کړل.

راپورونه ښيي چې په اروزګان کې د دوو کورنیو خپلمنځي شخړې له امله ۴ کسان ټپيان شوي وو او په همدغه ولايت کې د نشه یي توکو یوه روږدي خپله مېرمن وژلې وه.

دغه راز د راپورونو له مخې، په کابل ښار کې د سړک غاړې ماین چاودنې دوه ملکي وګړي او په بلخ کې د ماین چاودنې درې امنیتي کسان ټپیان کړي دي.

ځايي سرچينې وايي، په هرات کې دوه وسله‌وال غله له امنیتي ځواکونو سره د نښتې په پایله کې ووژل شول او په غور کې هم یو کس وژل شوی و.

دغه راز په تخار کې درې کسان ناپېژاندو وسله‌والو ووژل او په کندوز کې هم يو صراف له خپل زوی او منشي سره ووژل شول او د همدغه صراف د جنازې په مراسمو کې چاودنه هم وشوه او درې کسان په کې ټپيان شول.

وړمه اوونۍ په افغانستان کې لږ تر لږه ۲۶ کسان وژل شوي او ۱۶ نور ټپيان وو.

دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې د تېر کال زمري میاشتې له تحول مخکې، په جګړو کې هره اونۍ سلګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښته.

په کابل کې د جاپان او هند سفارتونو د بیا پرانيستل کېدو هڅې

تېره اونۍ په کابل کې د جاپان سفیر تکاشي اوکادا وویل چې په نږدې راتلونکي کې به په کابل کې د دغه هېواد سفارت بېرته پرانیستل شي.

دغه راز، یوې هندي رسنۍ خبر ورکړی چې هېواد یې په کابل کې د خپل سفارت پر بیا پرانیستو غور کوي او په دې اړه د افغانستان له سرپرست حکومت سره په خبرو بوخت دی.

د خبرو له لارې د ستونزو د حل هڅې

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف له نړیوالو غوښتنه وکړه چې په افغانستان کې دې بشري، امنیتي او سیاسي وضعیت ته پام وکړي.

هغه زیاته کړې، د افغانستان حالات باید نور پرې نه ښودل شي چې دغه هېواد بیا وپرځي… په افغانستان کې د «طالبانو او مخالفو ډلو» ترمنځ جګړې باید زیاتې نه شي او دا نوې ستونزه دې د خبرو له لارې حل شي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی دفتر (یوناما) مشرې ډیبورا لاینز هم له افغان چارواکو سره ليدنه کې ویلي، په افغانستان کې هيڅوک له جګړې او جنګي ډلو ملاتړ نه کوي.

هغې زياته کړې چې په افغانستان کې باید د پخلاینې او ټولګډون حکومت لپاره ګامونه واخیستل شي.

د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج‌الدین حقاني له “سي‌اېن‌اېن” خبري شبکې سره په ځانګړې مرکه کې ویلي چې د افغانستان اوسنی حکومت اوس امریکا ته د دښمن په سترګه نه ‌ګوري او له امریکا او نړۍ سره ښې اړیکې غواړي.

تېره اونۍ په ترکیه کې ځینو افغان سیاستوالو او د تېر حکومت چارواکو (عبدرب الرسول سیاف، عبدالرشید دوستم، عطا‌محمد نور، حاجي‌محمد محقق، میر رحمان رحماني او نورو) غونډه وکړه او د «افغانستان د نجات لپاره د ملي مقاومت» په نوم یې د شورا د جوړښت اعلان وکړ.

هغوی د یوې اعلامیې په خپرولو سره د افغانستان له سرپرست حکومته وغوښتل چې د مذاکرې مېز ته حاضر شي.

د یادې ناستې يوه ګډونوال د نوم نه ښودو په شرط دويچه ویلې ته ويلي چې په ياده ناسته کې ۴۰ کسانو ګډون درلود او تر نهه ساعته خبرو وروسته دې پایلې ته ورسېدل چې لومړی د افغانستان اوسنیو چارواکو ته بلنه ورکوي چې د خبرو مېز ته ورسره کېني او که دا غوښتنه یې ونه منله نو له پوځي لارې به عمل وکړي.

د افغانستان د سرپرست حکومت چارواکو ویلي چې په بهر کې له افغان شخصیتونو سره د اړیکو او د هغوی د بېرته راستنولو لپاره یې یو کمېسیون جوړ کړی او هڅه کوي چې ټول افغانان هېواد ته راستانه شي.

خو هغوی وایي، هيچا ته اجازه نه ورکوي چې په افغانستان کې د وسله والو ډلو جوړولو لپاره هڅې وکړي.

له افغانستان سره د مرستو دوام

نړيوال بانک وايي، د افغانستان د عامې روغتيا وزارت ته یې ۱۵۰ میلیون ډالر مرسته منظور کړې ده.

دغه راز تېره اونۍ، د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ وویل، په پام کې لري چې روان کال په افغانستان کې له پنځه میلیون هغو وګړو سره چې جګړو، وچکالۍ او اقتصادي بحران ځپلي، مرسته وکړي.

په کابل کې د ایران سفیر بهادر امینیان ویلي، که افغانستان یې کرنیزې اړتیاوې پوره کړي، نو ایران به له نورې نړۍ څخه کرنیز واردات ودروي. ده دا هم ویلي، هېواد یې چمتو دی چې د افغانستان د کرنې په برخه کې همکاري وکړي.

په کابل کې د جاپان سفير تاکاشي اوکادا وايي، هېواد یې له افغانانو سره بشري، انکشافي او نورې همکارۍ له سیاسي برخې سره نه تړي. هغه له افغانستان سره بشري مرستو ته په اشارې ویلي چې دا مرستې د دې ښکارندويي کوي چې نړۍ غواړي له افغان حکومت سره تعامل وکړي.

حجاب

د افغانستان د امر بالمعروف او نهی عن‌المنکر وزارت تېره اونۍ له انځوریزو رسنیو وغوښتل چې د حجاب په اړه له مخکې اعلان شوې طرحې سره سم دې ښځینه ویاندویانې د خپرونو وړاندې کولو پر مهال له سترګو پرته نور مخ پټ کړي.

د حجاب په اړه یاده طرحه د غویي په ۱۷مه اعلان شوه. په طرحه کې راغلي، بدن چې په هر ډول جامو وپوښل شي، حجاب بلل کېږي؛ خو جامې باید دومره نرۍ او تنګې نه وي چې بدن ترې ښکاره شي. په طرحه کې څادري غوره حجاب بلل شوی دی.

په طرحه کې دا هم راغلي، هغه ښځې چې د عمر له پلوه زړې یا ځوانې نه دي، له نامحرمو نارینه‌وو سره د مخامخ کېدو پر مهال له فتنې د مخنیوي لپاره باید له سترګو پرته خپل مخونه له شرعي لارښوونې سره سم پټ کړي.

د امر بالمعروف او نهی عن‌المنکر وزارت وايي چې د حجاب طرحه مخکې اعلان شوې، خو له تېرو شاوخوا دوو اوونیو په رسنیو کې نه عملي کېده؛ نو ځکه یې له هغوی وغوښتل چې دغه طرحه عملي کړي.

تېره اونۍ بيا د پکتيا پوهنتون يو شمېر ښځينه محصلينو وویل چې حجاب د افغان ښځو ملي او ديني ارزښت دى او په دې برخه کې د حکومت د پرېکړې ملاتړ کوي.

د پنځو بنسټونو تشکیلات لغوه شول

د افغانستان سرپرست حکومت د سولې عالي شورا، د اساسي قانون پر تطبیق د څار کمېسیون، د مشرانو جرګې د دارالانشا، د ولسي جرګې د دارالانشا او د ملي امنیت شورا تشکیلات لغوه اعلان کړل.

د بشري حقونو د څار بنسټ مرستیاله هيډر بار ویلي چې په دې ډول بنسټونو منحلول په افغانستان کې د بشري حقونو د شاتګ په معنا ده.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو څانګې کمېشنرې مېشل باشله په یوه اعلامیه کې ویلي، په افغانستان کې د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون د له منځه وړو له کبله یې ټکان خوړلی دی.

د حکومت مرستیال ویاند انعام الله سمنګاني وايي، د سږ کال ملي بودجه د واقعيتونو پر مبنا جوړه شوې او يوازې هغه ادارې په کې په پام کې نیول شوې چې فعالې او ګټورې دي. دی وایي، دا چې په بالفعل ډول يادو ادارو ته اړتیا نه لیدل کېږي، په بودجه کې نه دې نیول شوې او منحل شوې، خو که په راتلونکي کې اړتیا ورته وليدل شي، کېدای شي بېرته فعالې کړل شي.

Visits: 142

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.