ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بادغیس کې ډېرو کروندګرو د کوکنارو پر ځای انجې کرلو ته مخه کړې

بادغیس کې ډېرو کروندګرو د کوکنارو پر ځای انجې کرلو ته مخه کړې

author avatar
22 May 2022 - 16:17
بادغیس کې ډېرو کروندګرو د کوکنارو پر ځای انجې کرلو ته مخه کړې
author avatar
22 May 2022 - 16:17

قلعه نو (پژواک، ۱ غبرګولی ۱۴۰۱): انجه (هنګ) طبیعي بوټی دی چې د سپینو زرو په نامه هم یادېږي؛ په دې وروستیو کې په بادغیس ولایت کې د هغو کروندګرو شمېر ډېر شوی چې د دغه بوټي کرلو ته يې مخه کړې، هغوی په دې برخه کې له حکومته د ملاتړ غوښتنه کوي.

د بادغیس د قادس ولسوالۍ د «غیب علي» سیمې یو کروندګر ۲۷ کلن عبدالقدوس عادل پژواک خبري اژانس ته وویل، له مودو راهیسې د داسې کرنیز محصول په لټه کې و چې ښه حاصل او ډېره ګټه ورڅخه ترلاسه کړي.

دی زیاتوي، شاوخوا درې کاله وړاندې یې د یوه بل بزګر په هڅونې د انجې بوټي کرلو ته یې مخه کړه او په خپله کرونده کې یې شاوخوا ۷۰زره د انجې بوټي کېنول.

نوموړي زیاته کړه چې هېڅ یوه بنسټ ترې ملاتړ نه دی کړی او دغه کار یې په خپله شخصي پانګه ترسره کړی دی.

هغه وویل: «درې کاله وړاندې د یوه کروندګر په غوښتنه مې د انجې بوټي کرلو ته مخه کړه، شاوخوا ۷۰زره بوټی مې په خپله شخصي بودجه کېنول. د انجې تر ټولو ښه ډول تاجکستانۍ انجه ده چې په نړۍ کې د سپینو زرو لقب خپل کړی. په ټوله کې د هر ډول انجې حاصلات تر بل هر کښته لکه زعفران، کوکنار او نورو زراعتي محصولاتو ډېر دي.»

نوموړی هيله لري چې د خپلو حاصلاتو په ترلاسه کولو سره به د نورو کرنيزو توکو په پرتله ډېر عايد ترلاسه او د خپلې کورنۍ نفقه برابره کړي.

عبدالقدوس له خپلو نورو هم‌مسلکو تمه لري څو د انجې کرلو ته مخه کړي او د کوکنارو او د نورو محصولاتو له کرلو چې کم عاید او ډېر زحمت لري لاس واخلي.

دغه بزګر د بادغیس ولایت د کرنې او مالدارۍ له ریاسته وغوښتل چې د کوکنارو بدیل کښت او دغه ډول قیمتي بوټو رواجولو برخه کې له بزګرو سره مرسته وکړي.

د بادغیس د قلعه نو سیمې بل کروندګر اسماعیل هم د انجې کرلو ته لیواله دی.

هغه زیاته کړه: «له دولته مې دا غوښتنه ده چې زموږ ملاتړ وکړي، موږ ته دې اصلاح شوي تخمونه راکړي څو ښه کرکیله وکړو، که دولت موږ سره مرسته وکړي نو کرنه وده کوي، که دولت له راڅخه ملاتړ وکړي موږ حاضر یو چې ډېره انجه وکرو او همدا د کوکنارو بدیل وګرځوو.»

په ورته وخت کې، د بادغيس د کرنې برخې کارپوهان په دې باور دي چې انجه یا هنګ يو طبيعي بوټی دى او په څلورو کلونو کې حاصل ورکوي.

د کرنیزو چارو کارپوه شمس‌الحق شمس پژواک ته وویل چې انجه یو طبیعي بوټی دی او د څلورو کلونو په تېرېدو سره حاصل ورکوي.

نوموړی زیاتوي، دغه بوټی د بادغیس له موسم سره برابر دی، لږو اوبو ته اړتیا لري او د کوکنارو ښه بدیل کیدای شي.

د سرچینې په وینا، د کوکنارو کښت ډېره خواري غواړي او د هنګ په پرتله به کم حاصل لري، له همدې امله له کروندګرو تمه لري چې د دغه بوټي کرلو ته مخه کړي او له کوکنارو لاس واخلي.

شمس سپارښتنه کوي چې حکومت او د کرنې تمویلونکې ادارې دې بزګرو ته اصلاح شوي تخمونه ووېشي او د انجې کښت په رواجولو کې دې هغوی وهڅوي او ملاتړ یې وکړي.

هغه زیاته کړه: «انجه د بادغیس اب و هوا او خاورې لپاره کاملا مناسبه ده، ډېرو کمو اوبو ته اړتیا لري. حکومت مسوولیت لري څو بزګرو ته د انجې بوټي اصلاح شوي تخمونه په وړیا ډول ووېشي.»

د شمس په وینا، بزګران باید وپوهول شي چې دغه بوټی د تریاکو یو ښه بدیل دی.

دا په داسې حال کې ده چې د بادغیس د کرنې او مالدارۍ ریاست مسوولین هم وایي، انجه خورا ګټور بوټی او د کوکنارو یو ښه بدیل دی.

د بادغیس د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس محمد احسان وویل چې تېر کال، په دغه ولایت کې له ۱۴۰۰ هکتاره ډېره ځمکه کې  انجه کرل شوې ده.

نوموړی زیاتوي چې د کرنې اداره له نورو همکارو موسسو سره هڅه کوي څو له کروندګرو ملاتړ وکړي او هغوی ته اصلاح شوي تخمونه ووېشي.

احسان وویل :«انجه د خلکو د اقتصاد لپاره ډېره ګټوره ده، موږ کروندګر وهڅول چې انجه وکري. زموږ په هڅو په تېر یوه کال کې ۱۴۰۰ هکتاره ځمکه کې انجه وکرل شوه. وروسته له دې هم هڅه کوو چې دغه فرهنګ لا دود کړو ځکه کولای شي چې د کوکنارو لپاره بدیل وګرځي.»

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د انجې د ښه نرخ له امله په په بادغیس کې ډېری کروندګرو د دغه بوټي کرلو ته مخه کړې او پر ډېرو ځمکو انجه کرل شوې.

Views: 62

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.