Language

د لوګر په یوه کان کې چاودنې ۳ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده

لوګر (پژواک، ۳ غبرګولی ۱۴۰۱): د لوګر ولایت د محمداغې ولسوالۍ په مغل خېلو کلي کې د ډبرو او کرومایټو په یوه کان کې د چاودنې له امله یو کس وژل شوی او دوه نور ټپيان شوي دي.

چارواکي وايي، پېښه تېره شپه شاوخوا دولس بجې د باروتو د چاودنې له امله شوې ده.

د لوګر د امنیې قوماندانۍ ویاند احمد‌الله انس پژواک خبري اژانس ته وویل، د محمد اغې ولسوالۍ اړوند د مغل خېلو سیمې د ډبرو او کرومایټو په کان کې هغه مهال درېیو کارګرو ته مرګ ژوبله اوښتې چې د کان کیندلو په موخه باروتو ته چاودنه ورکول شوه.

هغه زیاته کړه، په دې پېښه کې یو کس وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي چې درې واړه د کندهار ولایت اوسېدونکي دي.

login or register a new account.