منځپانګې ته تلل
پنجشنبه ۵ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۱۹ غ.م
۹° — په ټولو ولایتونو کې هوا
ورېځ · ↑۱۵° ↓۸°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د لوګر په یوه کان کې چاودنې ۳ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده

· ۱ دقیقه لوستل · ۲۲۵ کتنې

لوګر (پژواک، ۳ غبرګولی ۱۴۰۱): د لوګر ولایت د محمداغې ولسوالۍ په مغل خېلو کلي کې د ډبرو او کرومایټو په یوه کان کې د چاودنې له امله یو کس وژل شوی او دوه نور ټپيان شوي دي.

چارواکي وايي، پېښه تېره شپه شاوخوا دولس بجې د باروتو د چاودنې له امله شوې ده.

د لوګر د امنیې قوماندانۍ ویاند احمد‌الله انس پژواک خبري اژانس ته وویل، د محمد اغې ولسوالۍ اړوند د مغل خېلو سیمې د ډبرو او کرومایټو په کان کې هغه مهال درېیو کارګرو ته مرګ ژوبله اوښتې چې د کان کیندلو په موخه باروتو ته چاودنه ورکول شوه.

هغه زیاته کړه، په دې پېښه کې یو کس وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي چې درې واړه د کندهار ولایت اوسېدونکي دي.

دی وايي، ټپيان د خپلو ملګرو له خوا روغتون ته لېږدول شوي چې د یوه روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ دی.

انس یادونه وکړه چې د پېښې په اړه څېړنې پیل شوې او ښکاري چې د بې احتیاطۍ له امله رامنځ ته شوې ده.

د یادونې ده، له دې مخکې هم د هېواد د ځینو ولایتونو په کانونو کې د احتیاطي تدابیرو نه مراعاتولو له امله ورته پېښې شوې او کارګرو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول پېښې