ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بلخ کې د تازه مېوې حاصلاتو ډېرېدل؛ بڼوال له حکومته ورته بازار غواړي

بلخ کې د تازه مېوې حاصلاتو ډېرېدل؛ بڼوال له حکومته ورته بازار غواړي

author avatar
24 May 2022 - 12:31
بلخ کې د تازه مېوې حاصلاتو ډېرېدل؛ بڼوال له حکومته ورته بازار غواړي
author avatar
24 May 2022 - 12:31

مزارشریف (پژواک، ۳ غبرګولی ۱۴۰۱): د بلخ د کرنې ریاست مسوولین وايي، سږ کال په دغه ولایت د تېر کال په نسبت د تازه مېوې حاصلات ٦٠ سلنه ډېر شوي؛ خو بڼوال بیا دې ته اندېښمن دي چې د حاصلاتو پلور ته یې بازار نشته.

د بلخ د کرنې ریاست د مسوولینو په وینا چې سږ کال به په دغه ولایت کې له شاوخوا ۱۴۴۰ هکتاره باغونو سلګونه ټنه تازه مېوه راټوله شي چې دا د تېر کال په نسبت نږدې ۶۰ سلنه زیاتوالی ښیي.

بلخوا، د بلخ ځیني بڼوال د حاصلاتو پر ډېرېدو خوښي څرګندوني خو له حکومته غواړي څو د تازه مېوو ساتنې لپاره ورته سړې خونې جوړې او حاصلاتو ته یې بازار پیدا کړي.

عبدالله د بلخ ولایت د بلخ ولسوالۍ یو بڼوال دی چې له شاوخوا ۱۵ کلونو راهیسې باغداري کوي.

نوموړي پژواک ته وويل، تېر کال سړې هوا او بارانونو باغونه له حاصلاتو پاتې کړل؛ سږ کال د نورو کلونو په پرتله حاصلات ډېر شوي خو د خرڅلاو بازار نه لري.

هغه له حکومته غواړي څو  په سیمه کې ورته سړې خونې جوړې او مېوو ته یې بهرنی بازار پیدا کړي.

د همدې ولسوالۍ يو بل بڼوال نجیب الله وایي چې دوی د یوې مناسبې ګټې لپاره خپل حاصلات د جوزجان، بلخ او کابل ولایتونو مارکېټونو ته لېږدوي.

دى وايي: «دلته بازار نه لري، پخوا مو بهر ته استول خو اوس مجبور يو نورو ولايتونو ته يې واستوو.»

محمد طاهر د بلخ ولسوالۍ په ثمرقندیانو کلي کې بڼ لري.

نوموړی وایي، د تازه مېوو حاصلات ډېر شوي خو بیه یې د پخوا په پرتله ډېره کمه شوې ده.

هغه زیاته کړه چې تېر کال یې یو کریټ الو په ۲۰۰۰ افغانیو پلورل، خو اوس یې بیه ۸۰۰ افغانیو ته راټيټه شوې ده.

د بلخ د کرنې ريیس مولوي شمس‌الله خالد هم د بزګرانو او بڼوالو ستونزې تائیدوي او وایي، دوی هڅه کوي چې د دغه ولایت په ځینو سیمو کې د کرنیزو حاصلاتو او تازه مېوو د ساتلو په موخه سړې خونې جوړې کړي.

دی زیاتوي چې دوی له بزګرانو سره مرسته کوي، خو د حاصلاتو خرڅلاو ته یې بازار باید د سوداګرۍ رياست پيدا کړي.

هغه په بلخ کې د تېر کال د تازه مېوو د حاصلاتو په تړاو له جزیاتو ورکولو پرته وویل چې سږ کال د دغه ولایت له ۱۴۴۰ هکتاره باغونو څخه سلګونه ټنه د تازه مېوو حاصلات راټولېږي چې د تېر کال په پرتله نږدې ۶۰ سلنه زیاتوالی ښيى.

Views: 64

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.