ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د راشد خان لوبډلې ګجرات د هندوستان ای پي ایل سیالیو اتلولي وګټله

د راشد خان لوبډلې ګجرات د هندوستان ای پي ایل سیالیو اتلولي وګټله

author avatar
29 May 2022 - 23:42
د راشد خان لوبډلې ګجرات د هندوستان ای پي ایل سیالیو اتلولي وګټله
author avatar
29 May 2022 - 23:42

کابل (پژواک، ۹ غبرګولی ۱۴۰۱): د راشد خان نوې لوبډلې ګجرات په لومړي ځل ګډون سره د هندوستان د تجارتي سیالیو ای پي ایل سیالیو اتلولي وګټله.

د (ګجرات ټایټنز) په نامه دا لوبډله د لومړي ځل لپاره د هندوستان کرکټ غوره لیګ سیالیو (اي پي اېل) سیالیو کې برخه اخیستې او په لومړي ځل یې اتلولي خپله کړه.

دغې لوبډلې په ګروپي سیالیو کې له ۱۴ لوبو ۱۰ لوبې وګټلې او ۲۰ نومرو سره یې د نومرو په جدول کې یې لومړی مقام خپل کړی و.

په پای لوبه کې بله لوبډله د راجستان وه، چې  د ای پي ایل سیالیو د لومړي کال اتلولي ګټلې وه، د پای لوبې پچه  راجستان وګټله او لومړی یې د توپوهنې پرېکړه وکړه.

خو د ګجرات د توپ اچوونکو د ښې لوبې له امله د راجستان لوبډله د ۹ لوبغاړو په سوځیدو په ۲۰ اورونو کې ۱۳۰ منډې جوړې کړې او ګجرات ته یې د ۱۳۱ منډو هدف ورکړ، د ګجرات له لوري لوبډل مشر پانډیا ډیره ښه توپ اچونه وکړه او په څلورو اورونو کې یې ۱۸ منډو ورکولو سره درې لوبغاړي وسوځول، راشد خان هم په پای لوبه کې غوره اچوله وکړه او د ۱۸ منډو په بدل کې یې یو لوبغاړی وسوځولو.

د یاد هدف ترلاسه کولو لپاره چې کله ګجرات لوبه پیل کړه، نو دوه لوبغاړي واډ او ساها ژر وسوځیدل او لوبډله یې تر فشا لاندې راغله، په ۱۰ اورونو کې یې یواځې پنځوس منډې کړې وې، خو وروسته لوبډلمشر پانډیا ۳۴، شبمان ګیل ۴۳ او ډویډ میلر ۳۲ منډو جوړولو سره خپله لوبډله بریا ته ورسوله.

د ګجرات لوبډلې یاد هدف په نولسم اوور کې د درېیو لوبغاړو په سوځیدو ترلاسه او اتلولي یې خپله کړه. لوبډلمشر پانډیا د پای لوبې غوره لوبغاړی اعلان شو.

Visits: 96

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.