کابل (پژواک، ۱۰ غبرګولی ۱۴۰۱): د پژواک موندنې ښيي چې په ټولیز ډول د څه باندې دوه میلیون امریکایي ډالرو په بېلابېلو قضیو کې تورن کسان په داسې حال کې ۳۰ ځلې جلب شوي، خو نه دي حاضر شوي چې له یادو تورنو دوه یې محکمې پر بند هم محکوم کړي دي.
سندونه ښیي چې ځینو تورنو کسانو په تېرو څو کلونو کې څو جایدادونه پلورلي او پیسې یې هم ترلاسه کړې، خو هغه کس چې جایدادونه یې پېرلي، ادعا کوي چې جایدادونه نه دي ورته سپارل شوي.
له تورنو کسانو یوه یې وویل چې یاده موضوع حقوقي ده او که له محکمې پرته بل څوک دا موضوع څېړي، دی به عریضه پرې وکړي. بل تن (ایمل) وایي چې د پلورل شوو جایدادونو له مدرکه ده ته یوازې ۲۵۵ زره ډالر رسېدلي، خو له ځینو تورنو کسانو سره د پژواک اړیکه ټینګه نه شوه.
د کابل امنیه قومانداني وایي چې دغه قضیه تر څېړنې او تعقیب لاندې ده.
بشپړ راپور:
پژواک خبري اژانس داسې سندونه ترلاسه کړي چې پنځه تنه (ايمل احمد د عبدالحق زوی، عبدالحق د احمد زوی، سید ولي د سید مهدي زوی، احمد فهیم د امیرمحمد زوی او محمد سلیم د فیض محمد زوی) په ځینو قضیو کې تورن دي.
له یادو کسانو څلور يې (ايمل، عبدالحق، محمد سلیم او سید ولي) مخکې د کابل ښاروالۍ د استملاک برخې کارکوونکي هم پاتې شوي دي.
د یوه عرفي سند له مخې چې کاپي یې پژواک ترلاسه کړې، ايمل احمد او هدایت د ۱۳۹۱ کال د تلې په ۱۵مه د کابل ښار پنځمې ناحیې مرکزي سېلو ته مخامخ د خوشحال خان پروژې په الف برخه کې د ۲۴م بلاک ۳۰ سلنه ودانۍ – چې دوه پوړه تکاوي، اته پوړه د اوسېدو خونې او یو تخنیکي پوړ په کې شامل دي – د ۲۶۴ زره امریکايي ډالرو په بدل کې پر عزیزالله د محمد امیر په زوی پلورلې ده. په سند کې راغلي چې ايمل د یاد جایداد د پلورنې پیسې نغدې ترلاسه کړې دي.
د یوې عرفي قبالې د کاپي له مخې، ايمل د ۱۳۹۵ کال د وږي په ۱۷مه د کابل ښار د قوای مرکز په سوداګریزه سیمه کې ۲۱۸ متره مربع ځمکه د ۵۵۰ زره امریکايي ډالرو په بدل کې پر عزیزالله پلورلې ده.
همدغه سند ښيي، که هر وخت د دې ځمکې په اړه دعوه پیدا کېږي، نو د ځمکې پلورونکی (ایمل احمد) یې مسوولیت لري او یو میلیون ډالر جبران ته به هم حاضریږي.
د یو بل عرفي سند د کاپي له مخې، ايمل د کابل ښار د خوشحال خان پروژې په الف برخه کې د یوولسم بلاک اړوند دوه اپارتمانونه – چې درې او څلور خونې لري- د ۱۲۰ زره امریکايي ډالرو په بدل کې پر عزیزالله پلورلي او نغدې پیسې یې اخیستې دي.
د یادونې ده، د یو بل عرفي سند د کاپي له مخې، سید ولي، حاجي سلیم، د ایمل پلار عبدالحق او احمد فهیم، د ايمل په یادو معاملو کې د هغه د سر او مال ضمانت کړی دی.
خو ايمل احمد پژواک خبري اژانس ته وویل چې عزیزالله د یادو درېیو معاملو له ۹۳۴ زره امریکایي ډالرو څخه ۲۵۵ زره ډالر ده ته رسولي او نورې پیسې یې نه دې ورکړې.
ده د یادو معاملو په اړه عرفي سندونو ته په اشارې وویل: “که په لیکونو کې یې پیسې راپسې لیکلې، نو هغو کې شاهدان موجود دي، پوښتنه ترې وکړئ چې ایا ما ته یې پیسې راکړې او که نه… هغه شیان یو هم زه نه منم، رادې شي زما مخکې دې ووایي چې پیسې یې چېرته راکړې، په خدای راستي، په الله او رسول که یې راکړې وي.”
دا په داسې حال کې ده چې په یادو سندونو کې ظاهراً د ایمل د ګوتې نښه هم شته.
ایمل ادعا کوي: «ده (عزیزالله) موږ یووړو، اختطاف یې کړو، یوه شپه او یوه ورځ یې وساتلو، کله چې پوه شو چې امارت په جریان کې دی، نو بیا یې یووړم، حوزې ته یې تسلیم کړم… څنګه ځواب نه وایو؟ چې په زوره رانه شصتونه اخلي.”
پژواک ایمل ته منسوب یو غږیږ کلېپ ترلاسه کړی چې ظاهراً عزیزالله ته خبرې کوي، وایي: “کومې ځمکې چې مې درته ښودلې، ټولې شته، یوه هم بېځایه شوې نه ده، یا خدای ناکرده لیک مې تا ته درکړی او ځمکه بل کس ته، داسې کار مې نه دی کړی.”
دغه راز هغه زیاتوي چې همدا اوس یې قضیه محکمه کې روانه ده او محکمه به یې حل کړي.
خو عزیزالله وایي چې د یادو جایدادونو یو هم ده ته نه دی سپارل شوی، په داسې حال کې چې ده ټولې پیسې ورکړې دي.
هڅه مو وکړه چې په دې اړه د ایمل د ضامن سید ولي نظر هم واخلو، خو اړیکه ورسره ټینګه نه شوه.
په تېر حکومت کې د کابل ښار دویمې حوزې لومړنۍ محکمې د ۱۳۹۹ کال د لېندۍ په ۱۳مه حکم کړی چې پورتنۍ پیسې (۹۳۴ زره ډالر) باید د ايمل ضامن سید ولي، عزیزالله ته ورکړي.
پر ايمل نورې دعوې هم شته
د حاجي وکیل په نوم یو کس پژواک ته وویل چې ایمل احمد پرې د کابل د خوشحال خان پروژې د الف برخې په نهم بلاک کې د درېیو خونو یو اپارتمان د ۴۲ زره امریکايي ډالرو په قطعي بیه پلورلی دی.
ده په دې اړه د یوه عرفي سند کاپي هم پژواک ته ورکړه.
حاجي وکیل وایي: «کله چې دغه کور راته په ټاکلې نېټه (د ۱۴۰۰ کال د زمری له شلمې، د وږي تر شلمې) ونه سپارل شو، د کابل ښار پنځمې امنیتي حوزې ته مې عریضه وکړه او هغوی مسئله قومي مشرانو ته وړاندې کړه.»
د ده په وینا، قومي مشرانو د ۱۴۰۰ کال د وږي په ۲۳مه پرېکړه وکړه چې ایمل ته دوه میاشتې نور وخت ورکړل شي او وروسته دې یاد کور د پنځمې حوزې منسوبینو په حضور کې حاجي وکیل ته وسپارل شي.
د یادې پرېکړې د کاپي له مخې، ايمل احمد ژمنه کړې چې که پر ټاکلې نېټه یې اپارتمان تسلیم نه کړ او درغلي یې وکړه، نو «اسلامي امارت» یې دې په اړه پرېکړه وکړي.
د سند کاپي ښيي چې قومي مشرانو یاده پرېکړه د پنځمې حوزې مسوول هم تایید کړې ده.
حاجي وکیل وایي: «کله چې دا پرېکړه هم پر خپل وخت تطبیق نه شوه، نو د کابل حقوقو ریاست ته مې عریضه وکړه چې ستونزه حل کړي.»
یاد ریاست پر دغې عریضې د کابل ښار پنځمې ناحیې د حقوقو امریت ته لیکلي چې د دې مسئلې په اړه دې شرعي او قانوني اجراات وکړي. د یاد امریت یو مسلکي غړی محمد شفیق وایي چې دغه قضیه له څېړنو وروسته محکمې ته استول شوې ده.
ايمل هم وایي: «دوسیه محکمه کې ده، پیسې میسې یې ماته نه دي راکړې… چېرته، د چا مخکې او څه وخت یې راکړې؟ پیسې خو داسې شی نه دي چې پټې ورکړل شي، خو د یو چا مخکې یې یو څوک ورکوي.»
پژواک ته د یو بل عرفي سند کاپي په لاس ورغلې چې له مخې یې، ايمل د ۱۴۰۰ کال د زمري په ۳۰مه لیکلي چې له ډاکټر میراغا څخه ۶۰ زره او ۸۱۰ ډالره پوروړی دی او پرته له څه ویلو به دغه پیسې په یوه میاشت کې ورکوي.
په سند کې د پور مدرک نه دی ښودل شوی.
دعه سند د لسمې حوزې یوه استازي هم لاسلیک کړی او لیکلي یې دي چې د ايمل پاسپورټ او تذکره به د پیسو تر ورکړې له ډاکټر میراغا سره امانت وي.
پژواک د میراغا موضوع هم له ايمل سره شریکه کړه، خو ځواب یې ور نه کړ.
د یادونې ده، په تېر حکومت کې د کابل ښار د درېیمې حوزې لومړنۍ محکمې د ۱۴۰۰ کال د چنګاښ په ۱۲مه ايمل د «فریب» په یوه قضیه کې په غیاب کې پر څلور کاله بند او د ۳۲ زرو ډالرو پر ورکړې محکوم کړی دی.
د یو بل سند کاپي ښيي چې د لومړۍ حوزې ابتدائیه محکمې د ۱۳۹۸ کال د مرغومي په ۱۸مه سید ولي – چې د ایمل په معاملو کې یې ضمانت کړی ـ پر درې کاله بند او ۳۲ زره ډالرو ورکړې محکوم دی.
د لویې څارنوالۍ د جرمونو د څېړنې ریاست د ۱۳۹۸ کال د سلواغې ۲۳مې نېټې د یوه مکتوب په کاپي کې – چې د کورنیو چارو وزارت له جنايي جرمونو سره د مبارزې ریاست ته استول شوی- راغلي چې سید ولي دې ونیول شي څو حکم پرې تطبیق شي.
د یادونې ده، د ۱۳۹۴ کال د چنګاښ په ۱۳مه د «هشت صبح» ورځپاڼې په هغه راپور کې – چې ځینو کسانو د کابل ښاروالۍ د خوشالخان پروژې په الف برخه کې ۲۴ بلاکونه پر خپلسر پلورلي – د انجنیر ایمل او سید ولي نومونه هم راغلي دي.
د یو خبر له مخې، لویې څارنوالي بیا د هشت صبح له یاد راپور دوه میاشتې وروسته د کابل ښاروالۍ ځینو چارواکو په ګډون ایمل، سلیم او سید ولي پر فساد تورن او ممنوع الخروج کړي دي.
«یوه ودانۍ پر دوو کسانو پلورل شوې او څو نورو ته ګرو شوې ده»
د معاملاتو لارښوونې د یوه دفتر د سند کاپي ښيي چې د ايمل ضامن احمد فهیم هم د ۱۳۹۸ کال د غبرګولي په ۲۶مه د خوشحال خان په الف پروژه کې یو درې پوړیز کور – چې شپږ اپارتمانونه او یوه تکاوي لري- د ۲۰۰ زره امریکايي ډالرو په بدل کې پر عزیزالله او د هغه پر ماما (محمدیعقوب) پلورلی دی.
خو عزیزالله ادعا کوي چې احمد فهیم دغه ځای پر عظیم الله نومي کس هم پر شاوخوا ۳۰۰زره ډالر پلورلی او عظیم الله په کې پنځه اپارتمانونه جدا – جدا نورو کسانو ته په ګرو هم ورکړي دي.
د احمد زبیر خروټي په نوم یو کس وایي چې په یاده ودانۍ کې یې یو اپارتمان په ۱۳۹۶ کال کې د یو کال لپاره په ۱۷زره ډالرو له عظیم الله څخه ګرو کړی دی.
دی وايي، تر هغه چې عظیمالله ورته پیسې نه وي ورکړې، دی به یې په کور کې اوسېږي.
دغه راز د حاجي اسد په نوم یوه بل کس پژواک ته وویل چې ده هم له عظیمالله څخه په یاده ودانۍ کې یو اپارتمان ګرو کړی دی.
هغه په دې اړه د جزئیاتو له ورکولو پرته وویل چې فهیم او معامله لرونکو یې ژمنه کړې چې ډېر ژر یې پیسې ورکوي.
پژواک هڅه وکړه چې په دې اړه له عظیم الله سره هم خبرې وکړي، خو اړیکه ورسره ټینګه نه شوه.
دغه راز د یوه بل عرفي سند کاپي ښيي چې احمد فهیم د امیرمحمد زوی د ۱۳۹۶ کال د وري په ۱۸مه د کابل ښار د پنځم مکروریانو پروژه کې له خپلې ۳۰ سلنې ونډې – چې شاوخوا ۱۷ جریبه ځمکه کېږي- ۱۵ سلنه پر عزیزالله د ۵۵۰ زره امریکايي ډالرو په بدل کې پلورلې او پیسې یې ترلاسه کړې دي.
د دغه سند له مخې، احمد فهیم د یاد جایداد په تړاو د شخص او دولت د دعوې مسوولیت پر غاړه اخیستی دی.
پژواک ته د یوه بل عرفي سند کاپي هم په لاس ورغلې چې له مخې یې عزیزالله د ۱۳۹۸ کال د سلواغې په ۲۶مه د کابل ښار هوايي ډګر سړک ته څېرمه پنځه نیمې بسوې ځمکه په ۲۲۰ زره ډالره پر احمد فهیم پلورلې ده.
په دغه سند کې راغلي چې له یادو پیسو د یوې درې پوړیزې ودانۍ په معامله کې سل زره ډالر مجرا شوي، خو عزیزالله ادعا کوي چې سل زره ډالر نه دي مجرا شوي او یاد ټول ۲۲۰ زره ډالر پر احمد فهیم پاتې دي.
پژواک دغه موضوع له احمد فهیم سره شریکه کړه، هغه وویل: «ما ستاسو پیغام ترلاسه کړ، دا موضوع حقوقي موضوع ده چې د اسلامي امارت د حقوقو محترم ریاست او د محاکمو محترم ریاست پورې اړه لري؛ هغوی د هر ډول پرېکړې حق لري، هيڅوک په غیرقانوني ډول نه شي کولی دا موضوع وڅېړي، خو که تاسو او یا بل هر څوک دا موضوع په غیررسمي او غیرقانوني ډول وڅېړي نو زه به پرې عریضه وکړم او بیا به د شکایت حق نه لري.»
دېرش جلبونه
په تېر حکومت کې د کابل ښار دویمې حوزې لومړنۍ محکمې د ۱۳۹۹ کال د لېندۍ په ۱۳مه د خوشحال خان پروژې الف برخې ۲۴م بلاک، د خوشحال خان پروژې الف برخي ۱۱م بلاک او د قوای مرکز ۲۱۸ متره مربع ځمکې معاملو په اړه – چې پورته لیکلي شوي – حکم کړی چې ۹۳۴ زره ډالر باید د ايمل ضامن سید ولي، عزیزالله ته ورکړي، خو عزیزالله وایي چې دا حکم نه دی پلی شوی او له دې وروسته هم په وار وار تورن کسان جلب شوي، خو نه دي حاضر شوي.
عزیزالله وایي چې په افغانستان کې له تحول وروسته یې د تېر کال د لړم له میاشتې راهیسې د کورنیو چارو وزارت د تامیناتو او امنیتي چارو معینیتونو، د کابل حقوقو ریاست، د جنايي څېړنو ریاست او د استخباراتو عمومي ریاست ته مراجعه کړې ده او د یاد قضیو په اړه یې شکایت کړی ده.
د کورنیو چارو وزارت د تامیناتو مرستیال د تورنو کسانو د نیولو حکم کړی؛ د همدغه وزارت ستر معینیت د کابل امنیې قوماندانۍ ته امر کړی چې په دې اړه دې «جدی او قانوني» کړنې وکړي. دغه راز د کابل ښار د حقوقو ریاست اړوند پنځلسمې ناحیې د کابل ښار امنیتي حوزو ته امر کړی چې تورن کسان (ایمل احمد، سید ولي، احمد فهیم، عبدالحق، محمد سلیم او محمد عظیم) په اصولي ډول د ضمانت په قید سره دغې ادارې ته معرفي او ولېږل شي، څو په اړه یې اړین اقدام وشي.
د کابل ولایت عمومي ابتدایه محکمې د درېیمې حوزې د عامه امنیت ریاست، شپږ ځلې (ایمل احمد، عبدالحق، احمدفهیم، سید ولي، محمدسلیم او عبدالرزاق) د حقوقي قضیو او فریب په تور محکمې ته جلب کړي دي.
دغه راز د کابل ښار مختلفو امنیتي حوزو ایمل، عبدالحق، سید ولي، احمدفهیم او محمدسلیم د حاضرولو لپاره ۲۴ نور جلبونه هم ورکړي دي.
عزیزالله وايي: “پولیس د پورتنیو لسګونو سندونو په شتون کې بیا هم یاد کسان نه شي حاضرولی، نو څنګه به عدالت تأمین شي.”
هغه وویل چې ده ايمل احمد «د مجاهدینو په مرسته» د سیار جلب له مخې ونیو او په هماغه ورځ یې د پنځمې حوزې منسوبینو ته تسلیم کړ، څو د هغه په واسطه نور کسان ونیسي، خو بېرته خوشی شو.
پژواک د کابل ښار د درېیمې حوزې ابتدائیه محکمې د ۱۴۰۰ لمریز کال د مرغومي په ۱۳مه نېټه د یو لیکل شوي مکتوب کاپي ترلاسه کړې چې کابل د امنیې قوماندانۍ ته په کې لیکل شوي: «له ایمل احمد څخه دې معتبر ضمانت – چې د عزیزالله قناعت په کې وي- واخیستل شي او له هغه وروسته دې خوشی شي.”
خو عزیزالله ادعا کوي چې امنیې قوماندانۍ د ايمل د خوشي کولو په اړه له ده پوښتنه نه ده کړې، نه یې د ده قناعت حاصل کړی او پر خپل سر یې خوشی کړی دی.
د کابل امنیې قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ وړمه ورځ (د غبرګولي اتمه) پژواک ته وویل: «دا لومړنی وار و چې دغه شان ته مسئله موږ ته راغله، په دومره زیاته اندازه جلبونه چاته ورکړل شوي او موږ نه دي حاضر کړي، دا مسئله زموږ د قوماندانۍ لوړرتبه مشرانو ته ورسېده، تر څېړنو لاندې ده.”
دی وايي: «انشاالله موږ کوشش کوو چې دغه کس پیدا او ګیر یې کړو، ويې نیسو او جانب مقابل ته ترې خپل حق وسپارو.”
پژواک په راپور کې ټول مسایل په تېرو دوو میاشتو کې د سترې محکمې له ویاند سره هم شریک کړي خو تر اوسه يې په دې اړه څه نه دي ویلي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP