کابل (پژواک، ۱۱ غبرګولی ۱۴۰۱): افغانستان کې په تېرو پنځو میاشتو کې تر ۵زره ډېر کسان لېوني سپيانو داړلي او له امله یې اتو کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.
د عامې روغتیا وزارت ویاند جاوېد هژیر پژواک خبري اژانس ته وویل، د ۲۰۲۲ میلادي کال له پیله تر اوسه په هېواد کې د لېوني سپیانو داړلو ۵۱۷۱ پېښې ثبت شوې دي.
هغه د جزئیاتو له ورکولو پرته وویل چې دغه کسان د هېواد په بېلابېلو سیمو کې لیوني سپيانو داړلي دي.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، له هغو کسانو چې لیوني سپيو داړلي، ۳۱۲۱ نارینه، ۹۵۲ ښځې او ۱۰۹۶ ماشومان دي چې له ډلې یې اته کسان مړه شوي دي.
هژیر همداراز وویل چې په ۲۰۲۱ کال کې د لېوني سپي د داړلو ټولې ۳۵۵۰ پېښې ثبت شوې وې او له دې ډلې درې کسان مړه شوي وو.
د هغه په وینا، په ۲۰۲۰ کال کې د دغو پېښو شمېر بیا ۸۰۳۵ ته رسېده چې له ډلې یې درې کسان مړه شوي وو.
هغه وایي، د عامې روغتیا وزارت دا مهال په مرکز او ولایتونو کې د لېوني سپي ۱۸زره ډوزه واکسین لري؛ خو د روغتیا نړیوال سازمان افغانستان ته د لېوني سپي د ویروس د نور واکسین د ورکړې ژمنه هم کړې ده.
Views: 141
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن