ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د خوست خلک: د تاريخي ځايونو او ابداتو ساتنې ته دې جدي پاملرنه وشي

د خوست خلک: د تاريخي ځايونو او ابداتو ساتنې ته دې جدي پاملرنه وشي

author avatar
1 Jun 2022 - 12:45
د خوست خلک: د تاريخي ځايونو او ابداتو ساتنې ته دې جدي پاملرنه وشي
author avatar
1 Jun 2022 - 12:45

خوست ښار (پژواک، ۱۱ غبرګولی ۱۴۰۱): د خوست ځیني اوسېدونکي له حکومته غواړي چې په دغه ولايت کې د تاريخي ځایونو او ابداتو ساتنې او مراقبت ته دې ځانګړي کسان وګوماري.

دوى وايي، د نظام په بدلون سره دغه تاريخي ابدې چې د خوست ولایت په مختلفو سيمو کې شته، له پامه غورځول شوې دي؛ ساتنې او مراقبت ته يې هغه ډول پاملرنه نه ده شوې، څنګه چې په کار ده.

د معلوماتو له مخې، خوست کې نږدې شل تاريخي ابدات ثبت شوي چې تر دې دمه يوازې د شمل حسن کوټ د شاه اسماعیل تاريخي ګنبده او زيارت رغول شوي او د پاتې نورو په اړه تر اوسه کوم اقدام نه دی شوی.

د زاهد خان په نوم د خوست يوه اوسېدونکي پژواک خبري اژانس ته وويل، په دغه ولایت کې ټولې تاریخي ابدې او ځایونه په اساسي ډول رغولو او دغه راز پوره ساتنې او مراقبت ته اړتیا لري چې باید ځانګړې پاملرنه ورته وشي.

نوموړي وويل، د تېر حکومت له سقوط وروسته خلکو سره د دغو ځايونو د ساتنې او مراقبت په اړه اندېښنې ډېرې شوې دي.

هغه زياتوي: «تاريخي ځايونه او تاريخي ابدات د بشريت پرمختګ او تمدن کې مهم نقش لري، نو د تاريخي ځايونو ساتنه حکومتونو باندې لازمي ده چې بايد ساتنه يې وکړي.»

د خوست يوه بل اوسېدونکي اشرف‌الله هم پژواک اژانس ته وويل چې د هېواد د ځينو نورو سيمو په څېر خوست کې هم تاريخي ابدات د له منځه تلو خطر سره مخ دي.

هغه له حکومته غوښتنه وکړه چې د دغو تاريخي ابداتو ساتنې لپاره دې ځانګړي کسان پر دندو وګوماري.

نوموړی وايي: «لکه په تېر کې هم د تارخي ابداتو ساتنې لپاره توجه نه ده شوې، نو د اوسني نظام نو مو غوښتنه ده او هيله مو ده چې دې لپاره موظف کسان ونيسي.»

بلخوا، د خوست د اطلاعاتو او کلتور رييس شبير‌احمد عثماني بيا پژواک خبري اژانس ته وويل چې د تاريخي ابداتو او تاريخي سيمو د ساتنې لپاره د امنيه قوماندانۍ اړوند د يوې ځانګړې قطعې پر جوړولو کار روان دی او ډېر ژر به خپل کار پيل کړي.

نوموړی وايي، دوی به هيچا ته اجازه ور نکړي چې تاريخي ابداتو او ځايونو ته زيان ورسوي.

هغه وويل: «اوس هم موږ خبر شوي يو چې د خوست په بڅي‌خېلو کې يو قبر لوڅ شوی دی او په نورو ځايونو کې هم دا خلک تصميم لري چې دا کيندنې وکړي، خو د خوست ولايت استخبارات او د امنيې قوماندانۍ منسوبين دې ته متوجه دي چې دا خلک ونيسي.»

شبير‌احمد عثماني همداراز زياته کړه چې د تاريخي ابداتو ترڅنګ د خوست په موزيم کې داسې اثار موجود دي چې لرغونتوب يې څو پېړيو ته رسېږي.

ده وويل، دا مهال په دغه موزيم کې ټولټال پنځه مختلف ډوله تاريخي اثار شته دي چې ليدو ته يې هر کال نږدې ۲۰۰۰ کسان ورځي.

د يادونې ده، د خوست ترڅنګ په نورو ولايتونو کې هم تاريخي اثار د ويجاړېدو له خطر سره مخ دي او جدي پاملرنې ته اړتيا لري.

Visits: 189

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.