مهترلام (پژواک، ۱۱ غبرګولی ۱۴۰۱): د لغمان کرنې ریاست وایي سږ د روميانو په حاصلاتو کې ډېر زیاتوالی راغلی.
د لغمان د کرنيزو چارو آمر انجنیر بریالي همدرد پژواک ته وویل چې تېر کال ۹۷۷هکټاره ځمکې ۲۱ زره ۷۵۲ ټنه حاصلات ترلاسه شوي، په داسې حال کې چې سږ کال له ۹۸۱ هکټاره ځمکې ۲۲زره ۱۲۱زره ټنه حاصلات راټول شوي.
ده زياته کړه چې سږ د تېر کال په پرتله په هر هکټار ځمکه کې ۲۲ اعشاریه ۵۶ سلنه زیاتوالی لري.
د ياد ولایت بزګر هم په خپلو حاصلاتو کې د زياتوالي له امله خوښ دي، خو وايي چې په پوره اندازه سړې خونې نه لري.
دوی له حکومت څخه غواړي چې د سړو خونو شمېر دې زيات کړي تر څو دوی وکولای شي چې خپل محصولات تر ډېرې مودې پورې وساتي.
د دغه ولایت د قرغيو ولسوالۍ د قلعه رحیم اوسېدونکي غريب الله پژواک ته وويل چې سږ يې حاصلات زيات شوي، خو دا چې د خپلو محصلاتو د ساتنې لپاره معياري ځايونه نه لري نو د اوږدې مودې لپاره يې نه شي ساتلای.
ده له حکومت څخه وغوښتل چې په دغه ولایت کې دې بزګرانو ته د سړو خونو شمېر زيات کړي چې وکولای شي خپل حاصلات د زياتې مودې لپاره وساتي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP